کورونا په انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره د ټرمپ يو لوے ګواښ دے
(last modified Tue, 21 Apr 2020 07:29:40 GMT )
Apr 21, 2020 11:59 Asia/Kabul
  •  کورونا په انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره د ټرمپ يو لوے ګواښ دے

د ايران د ايټمي مذاکراتي ټيم مخکښيني غړي کورونا د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې کښې د بيا کاميابۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ يو لوے ګواښ وبلۀ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د ايټمي مذاکراتي ټيم مخکيني غړي او د امريکې د پرېنسټون پوهنتون محقق سيد حسين موسويان په امريکه کښې د کورونا بيمارۍ په کنټرولو کښې د ټرمپ کمزورۍ ته په اشارې سره زياته کړه: ټرمپ په شروع کښې د کورونا بيمارۍ ډېره معمولي خبره وګڼله او په غاورتيا سره يې ورسره چلند وکړ، خو له يوې لنډې مودې وروسته دغه بيماري په وحشتناکه توګه د امريکې لمنې ته اولوېده.

موسويان واضحه کړه، امريکه چې د نړۍ د مشرتابۀ ادعا کوي د کورونا په مديريت کښې يې د اقتصادو او سلامتيا د سېسټم په شمول په مختلفو برخو کښې  د زياتو کمزوريو ښودنه وکړه.

هغه د دې په بيانولو سره چې د کورونا بيمارۍ د خپرېدو په وجه د امريکې سټاک اکسچینج په وحشتناکه او کم مخينې توګه راټيټ شو، وويل، په امريکه کښې بې روزګاري هم بې مخينې حد ته رسېدلې ده په دا ډول چې په تېرو سلو کلونو کښې يې مثال نشته.

موسويان تاکيد وکړ، د کورونا په کنټرولو کښې د ټرمپ د کمزورۍ په څرګندېدو سره د افکارو سروې ګانې ښودنه کوي چې د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره د جوبايډن چانس زيات دے.

په امريکې له اوه لکه درې نوي زرو نه زيات کسان د کورونا په بيمارۍ اخته شوي دي چې له هغوڅخه له دوه څلوېښت زرو زيات هم مړۀ شوي دي.

 

ټیګونه