د ایران په قدرت او د امریکې په کمزورۍ باندې د امریکايي سناټور اعتراف
(last modified Fri, 24 Apr 2020 09:28:50 GMT )
Apr 24, 2020 13:58 Asia/Kabul
  • د ایران په قدرت او د امریکې په کمزورۍ باندې د امریکايي سناټور اعتراف

د امریکې جنجالي ولسمر ډونلډ ټرمپ د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف تل غلیمانه دریځ غوره کړی او د ایران د کمزورې کولو او د واشنګټن د غوښتنو منلو ته یې د مجبورولو په موخه د زیات نه زیات دباؤ په سیاست ټينګار کړی دی.

د ټرمپ د حکومت دغه سیاست چې د ایران خلاف د ډیر بې مخینې بندیزونو په لګیدو او په فارس خلیج کښې د امریکې د پوځي شتون له زیاتیدو سره مل و، له ګڼو ماتو سره مخامخ شوی دی. په دې لړ کښې امریکايي سناټور کریس مورفي داده شوی چې ایران نن سبا تقریباً په ټولو برخو کښې په لویدیځې آسیا کښې لاپیاوړې شوی او امریکا له تیرو څلورو کالو راهیسې نوره هم کمزورې شوې ده. دغه امریکایی سناټور د ایران د وړومبنۍ پوځي سپوږمکۍ بریمنې توغیدنې ته په اشارې سره دغه کار د دې یو بل دلیل وباله چې د ټرمپ سیاست یوازې د ایران د پیاوړتیا سبب شوی دی.

مورفي په یو ټویټ کښې ولیکل: دا ویل ګران دي چې د ټرمپ سیاست تر کومه حده غمیزه ناک پاتې شوی... ایران نن سبا په لویدیځه آسیا کښې تقریباً په هره څانګه کښې د څلور کاله مخکښې په پرتله لامضبوط شوی او امریکا کمزورې شوې ده.

د ایران په قدرت او د امریکې په کمزورتیا باندې د دغه امریکايي قانون جوړونکي اعتراف ښودنه کوي چې د ټرمپ له ادعاؤ سره سره د تهران په وړاندې د سپینې ماڼۍ سیاست تر کومه حده بې ګټې پاتې شوی دی. ټرمپ هم د انتخاباتي مبارزو په دوام کښې او هم د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کښې سپینې ماڼۍ ته له رسیدو وروسته د ایران د اسلامي جمهوري نظام د کمزورې کولو او پرزولو کړنلاره خپله کړې ده. هغه له ایټمي موافقې د امریکې په ایستلو او د ایټمي بندیزونو په بیا لګولو سره د زیات نه زیات دباؤ په لړ کښې د ایران خلاف اقتصادي جنګ ته داخل شو او په ۲۰۱۹ کال کښې یې هم د امریکايي ځواکونو او په فارس خلیج کښې یې د خپلو انډیوالانو خلاف د ایران د ګواښونو په پلمه د یو سمندري ائتلاف د جوړولو په ترڅ کښې د ایران خلاف د پوځي ګواښ مرحلې ته ورسیده.

د ټرمپ حکومت د واشنګټن د غوښتنو منلو ته د تهران  مجبورولو په موخه د ایران د ولس خلاف د تاریخ ترټولو بې مخینې او سخت بندیزونه لګولې دي او هره څه موده پس د خپلو بندیزونو په اوږد لړلیک کښې نوې بایکاټونه ورزیاتوي.

په عین حال کښې ایران نه یوازې د امریکې له ګواښونو سره پریکنده چلند لرلې بلکې ورځ په ورځ توانیدلې چې په مختلفو اړخونو کښې خپل ملي قدرت زیات کړي. په دې لړ کښې ایران د خپلو برجامي ژمنو په پوره کولو باندې د اروپا نه پابندۍ ته په پام سره د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د خپلو ژمنو پنځه پړاویز کمښت غوره کړ او خپله صلحه ایز ایټمي فعالیتونه یې بیا پيل کړل.

سناتور مورفي په دې هکله ولیکل: ټرمپ ایټمي موافقه نابوده کړه او ژمنه یې وکړه چې د نړیوال دباؤ یو نوی سیسټم جوړ کړي څو ایرانیان یوې نوې او ښې موافقې ته مجبور کړي. څرګنده ده چې دغې طرحې ډیر په بې شرمۍ سره ماتې وخوړله . هیڅ څوک یې په نویو بندیزونو کښې ملګري نه شول او ایران خپل ایټمي پروګرام بیا پیل کړ او هیڅ ډول نوې یا غوره موافقه هم ونه شوه.

دغه امریکايي سناټور داده شو چې له ایټمي موافقې په ډیپلماټیکې وتنې کښې د ټرمپ سیاست، یواړخیزو اقتصادي بندیزونو او غیرسټراټیجکې پوځي کشالې هیڅ ګټه نه درلوده او یوازې د ایران په ګټه وه. هغوي پیاوړې دي او مونږ کمزورې یو او د دې سپوږمکۍ توغول په دې لړ کښې د اثبات یو بل مدرک دی.

د واشنګټن د هراړخیزو بایکاټي دباؤنو سره سره ایران توانیدلې چې په مختلفو ډګرونو په تیره بیا د پرمختللو ټیکنالوجیو په لړ کښې مهمې بریاوې ترلاسه کړي او د دې کار یوه څرګنده نمونه د (قاصد) راکټ په کارولو سره د (نور) پوځي سپوږمکۍ توغول وو چې د پوځي څارونکو د حیرانتیا سبب شول. امریکا په دې لړ کښې په یو نرم چلند سره مدعي شوه چې د ایران دا کار د برجام د اجرا د څارونکي د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي ده.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند مورګن اورتګاس وویل چې هیواد به یې دا مسئله امنیت شورا ته وړاندې کړي.

په عین حال کښې دغه ادعا د روسیې په شمول د ۴+۱ ډلې د نورو غړو هیوادونو له هرکلي سره نه ده مخامخ شوې. د روسیې د سینیټ د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر کنسټنټاین کاساچوف وویل چې فضا ته د پوځي سپوږمکۍ د لیږلو په لړ کښې د ایران اقدام د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف ورزي نه ده.

دا شان، لکه څنګه چې سناتور مورفي داده شوی، د ټرمپ حکومت د ایران په وړاندې هیڅ ډول کامیابه او د دفاع وړ کارنامه نه ده لرلې او د ټرمپ له لاپو شاپو سره سره د ایران په وړاندې د هغه سیاست بیخي ناکامه پاتې دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه