روحاني د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د روژې د نېکمرغې مياشتې په رارسېدو او د پاسدارانو لښکر ته فضاء ته د سېټيلائيت په لېږلو مبارکي وويله
(last modified Sat, 25 Apr 2020 00:43:13 GMT )
Apr 25, 2020 05:13 Asia/Kabul
  • روحاني د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د روژې د نېکمرغې مياشتې په رارسېدو او د پاسدارانو لښکر ته فضاء ته د سېټيلائيت په لېږلو مبارکي وويله

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر پرون د اسلامي هېوادونو سرمشرانو ته په بيله بيلو پېغامونو کښې د روژې د مبارکې مياشتې په رارسېدو چې د قرآن مجېد د نزول او د الهي رحمت او مغفرت مياشت ده مبارکي وويله:

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحان په دغو پېغامونو کښې همدارنګ هيله څرګنده کړه چې د دغې شريفې مياشتې په برکت او په دې له فېض او خېره ډکې مياشت کښې د د معنويت د حاصلولو په ذريعه د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو د لا مضبوطولو او زياتولو لپاره اسباب رامنځته کړې شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د دې اميد څرګندونه وکړه چې د هېوادونو ترمېنځ په ګډو کوششونو او د تجربو په تبادلې سره به له کورونا وائرسو سره د مبارزې بهير ته چټکتيا ورکړې شي او په ټوله نړۍ کښې د دغو وائرسو د بې اثر کېدو کتونکي شوو.

د يو بل خبر له مخې ولسمشر روحاني بېګا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر له عمومي قوماندان  جنرل  حسين سلامي سره په ټيلفوني تماس کښې فضاء ته د نور نومې سېټيلائيټ په لېږلو کښې د پاسدارانو د لښکر د ځوانو ماهرينود کاميابۍ دمبارکۍ په ويلو سره واضحه کړه دغې کاميابۍ د کورونا بيمارۍ په حالاتو کښې څو برابره ارزښت لرۀ.

ولسمشر همدارنګ په سيمه کښې د پرديو ځينو تحريکونکو اقداماتو  او د دغو تحرکاتو په وړاندې د هوښيارۍ او بېدارۍ ضرورت ته په  اشارې سره وويل، په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د امنيت او ثبات د ساتنې په چوکاټ کښې تل د نړۍ د آزادي غوښتونکو لخوا د ايران د وسله والو ځواکونو په تېره بيا د پاسدارانو د لښکر د دفاعي چمتووالي، توان او قوت هرکلے شوے دے.

جنرل سلامي هم په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې له ولسمشر روحاني څخه په قدرونې سره هيله څرګندهکړه چې د دغه بهير په جاري ساتلو سره به په راتلونکو وختونو کښې د ايران په دفاعي برخه کښې د لا زياتو لاسته راوړنو او کاميابيو کتونکي اوسوو.

 

ټیګونه