په ایران کې په کروناککړ کابو ۸۳ زره کسان ښه شوي دي
(last modified Thu, 07 May 2020 10:42:46 GMT )
May 07, 2020 15:12 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کروناککړ کابو ۸۳ زره کسان ښه شوي دي

وروستي راپورونه ښئ چې په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه ډپاسه درې میلیون اته لکه او دیرشو زرو تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږ ترلږه دوه لکه پنځه شپیته زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو یو میلیون درې لکه لس زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپورنن په تهران کې له خبریالانو سره په خبرو کې په هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو دشمیر په باب ددې خبرې په کولو سره چې  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په کرونا ویروس نور یو زرڅلورسوه پنځه اتیا ککړ کسان پیژندل شوي دي ووئیل تردې دمه د تشخیصد قطعي معیارونو  په اساس په ایران کې په کرونا ویروس یو لک درې زره یو سل پنځه دیرش کسان ککړ شوي دي .

 جهانپور همدرااز په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا د ککړو اته شپيتو کسانو د ژوند له لاسه وتلو ته په اشارې سره  وئیلي دي ، له بده مرغه  په دغو مړینو سره  په ایران کې د کرونا ویروس  دقربانیانو شمیر شپږ زره  څلور سوه شپږ اتیا تنو ته رسیدلی دی .

  هغه ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه  په هیواد کې د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ د آزمیښت  کابو پنځه  لکه پنځه څلویښت زره آزمیښتونه شوي دي، زیاته کړې،د پيژندل شوو   په درو کې دوه برخې کسان د ناروغانو  نزدې یا د هغوي د کورنیو غړي وو .

ټیګونه