ایرانۍ ښځه او سېنما+تصویرونه
(last modified Thu, 07 May 2020 11:47:00 GMT )
May 07, 2020 16:17 Asia/Kabul
  • ایرانۍ ښځه او سېنما+تصویرونه

په دې مطلب کې د یوې ایرانۍ ډایرکټري په هکله لولو چي د ایران په سینما کې د ښځو د پیاوړې کېدو یوه بېلګه ده او د فجر په فیسټیوال کې  تر ټولو د غوره ډایرکټري جایزه تر لاسه کړې ده.

په یو تازه خبر کې په دې هفته کې راغلې چي د ایرانۍ لیکوالې او دایرکټرې نرګس آبیار یو سینمایی اثر   د لیندۍ له نولسمې څخه بیا تر ۲۳ پوري د اوږدو فیلمونو  فیلم په سیالۍ کې د فرانسې د کاراسون په دوهم فیستیوال کې ګډون درلود، دې فیلم وکولای شوای د دې سیالۍ درې اصلي جایزې، منجمله د فیسټیوال غټه جایزه، د فیستیوال تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه او د محصلینو د جیورۍ د پلاوي د تر ټولو ښه فیلم انعام وګټي.

د (شبی که ماه کامل شد) د فیلم ډایریکټره نرګس آبیار د جایزې د ترلاسه کولو وروسته وویل: دا جایزه د کتونکو له نظره   تر ټولو د غوره فلم انعام دی او زه دا جایزه د ایران خلګو ته وړاندې کوم.

د (شبی که ماه کامل شد) په فیلم کې په اوسني عصر کې د تاوتریخوالو څخه ډکه د میني کیسه بیانیږي، دا فیلم د عبدالحمید ریګی او فایزه منصوري تر مینځ د مینې او د واده واقعي کیسه ده چي د واده وروسته پاکستان ته تښتي او د کیسې په جریان کې عبدالمالک د فایزې ورور  وژني.

فیلم جوړونکي په دې فیلم کې یوه جنجالي کیسه په مخه اخیستې ده په دې خاطر فیلم مختلف نظرونه او غبرګونونه راپارولي دي او په کتونکو کې د متخلفو غبرګونو لامل شوی.

داسي یوه حساسه موضوع باندې د فیلم جوړولو لپاره زړه ورتیا د ستاینې وړ ده، هغې په دلاورۍ سره خپله کیسه د هغه څه څخه چي په وروستیو کلونو کې پیښه شوې وه بیانوي او نندارې ته یې وړاندي کوي.

دبورا یانګ

 

د فیلمونو مشهورې کره کتونکې (دبورا یانګ) د دې فیلم په کتو سره په هالیووډ ریپورټر کې ولیکل: (شبی که ماه کامل شد) یو ډراماټیک فیلم دی چی د واقعي کیسې پر بنیاد جوړ شوی دی.

یوه ځوانه او بې غمه ایرانۍ ناوې هغه وخت پوهیږي چي د مېړه کورنۍ یې د القاعدې  غړي دي چي نور ناوخته شوی دی.

د تاریخي پېښو پر بنیاد یوه سیاسي ډرامه ، د میني ډکه کیسه او د وېر او وحشت څخه یو ډک فیلم په یو حیرانوونکي چوکاټ کې د نرګس آبیار له خوا وړاندې شوی دی.

دا ډایرکټره خپله وړتیا او استعداد په تر ټولو غوره طریقه باندې د (شبي که ماه کامل شد) په فیلم کې ښکاره کوي.

د (شیار ۱۴۳) او د (نفس) د فیلمونو د جوړولو وروسته چی دواړه د ایران او   عراق په جنګ کې په انساني موضوعاتو پوري تړاو درلود، هغه اوس د القاعدې موضوع ته لاس اچوي او لکه یوه استاکاره اوپرا  ورو ورو اوج ته یې رسوي.

 او لیدونکی په فیلم کې قدم په قدم   په وېر او وحشت کې ډوبوي، د یوې ترخې پایلې سره سره دا فلم بېلابېل اثرات لري او د موسیقۍ په مرسته د کتونکو پام ځانته اړوي، د ایران د بازارونو د تصویرونو څخه نیولې بیا د پاکستان تر بازارونو او د دښتونو او غرونو خیال زېږونکي سکانسونو سره .

شبی که ماه کامل شد

 

نرګس آبیار په ۱۳۵۰ کال کې د کب په میاشته کې د تهران په ښار کې وزېږېده، تر ۲۹ زیات کتابونه یې د فارسي او انګریزي په ژبو لیکلي دي، د فارسي د ژبې او د ادبیاتو کارپوهه، د سېنما لیکواله او ډایریکټره ده چي خاوند یې هم یو ایرانی پرډیوسر دی.

آبیار، د شیار ۱۴۳، نفس او شبی که ماه کامل شد د فیلمونو په نندارې سره د ۱۳۹۱ څخه بیا تر ۱۳۹۷ په اکثرو نړیوالو فیسټیوالونو کې جایزې ګټلي دي.

د تر ټولو غوره ډایرکټری او په ۳۷ فیسټیوال د تر ټولو غوره فیلم جوړونې د امله   نرګس آبیار د بلورین سیمرغ ۷ جایزې تر لاسه کړې دي.

دا ایرانۍ ښځه د ایران د محدودو سینماګرانو څخه ده چي د یو تکړه لیکوالې په توګه په ډرام کې د شخصیت په جوړونه او د کیسې په چلونو پوهیږي.

آبیار د خپل   ماشوم والې موده په جنګ کې تېره کړې ده، بمباریانې او د خلګو مصیبتونه یې په سترګو لیدلي دي او په دې اړه وایي: په یو دم د ناول او د ادبیاتو څخه د سینما او د جګړو حوزې ته ننوتم او دا فضاوې ډېرې ډراماتیکي راښکاره سولې، ځکه چي د یو ولس تاریخ د هنرمندانه لرلید په وسیله په یو هنري اثر باندې بدلېږي.

آبیار د نړیوال تفاهم د رامینځ ته کولو او د فکرونو د نژدېکت لپاره فیلم، یو تر ټولو مهم اوزار بولي او په دې باور ده چي د فارس خلیج تر څنګ هیوادونو کې په ایران کې د ښځو لپاره په ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو کې تر ټولو زیاته ازادي په نظر کې نیول شوې ده، حتی ځینې غربي هیوادونو کې هم د ښځو لپاره په ټولنیزو او فرهنګي ډګرونو کې د ایران په څېر د کار زمینه نه ده برابره.

نرګس آبیار ایرانۍ ډایرکټره

 

 هغه ښیي  چې ایراني هنرمندې ښځې د اسلامي انقلاب څخه وروسته د کیمرو د وړاندې څخه د کیمرو شاته تللي دي یعني تر مخه به یې د کامرو و مخ ته په فیلم کې اداګانې کولې خو اوس خپله د ډایرکټري په توګه د کامرې تر شا دي او فیلمونه جوړوي او په فیلمونو کې هم د یوې ایرانۍ ښځې په مقام کې د یوې هنرمندې په توګه ظاهریږي نه د یو  اوزار یا نانزکې په توګه د مالي ګټو لپاره.

د نرګس آبیار په وېنا په ایران کې هم  د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر ښځې د نارینه و په پرتله باید زیاته هڅه وکړي چي د نورو باور تر لاسه کړي.

د ایران په سینما کې د ښځو د پیاوړې کېدو یوه بېلګه آبیار ده چي تر ډایرکټرۍ پورې ورسېده او د فجر په فیسټیوال کې  د تر ټولو غوره فیلم په توګه زیاتې جایزې تر لاسه کوي.

په ایران کې تر ۵۰ زیاتو ښځینه  ډایرکټرو شتون دا ښیي چي په اسلامي جمهوریت کې د ښځو د ځلا او فعالیت لپاره زمینه برابره ده.

په دغو ۵۰ تنو کې ۲۰ تنه یې د مشهورو دایرکټرانو په لیکه کې راځي چي په پرله پسې توګه فیلمونه جوړوي خو د شمېر د زیاتوالې پرته د ایران په سینماو کې د ښځو د کار کیفیت هم د نظره نه شو غورځولای.

شیار ۱۴۳

 

(شبی که ماه کامل شد) کامیابه فیلم ته په کتو سره ویلای شو چي د انقلاب څخه تر مخه حتی یوه ډایرکټره هم د نرګس ابیار په شان نه وه موجوده.

حقیقت دا دی چي هنرمندې ښځې په ایران کې د جنسیتي تبعیض پرته کار او فعالیت کوي خو د نړۍ په بل سر کې چي په اصطلاح سینماوې ازادي دي د ښځینه فیلم جوړونکو لپاره زیاتي ستونزې موجودي دي.

په هالیووډ کې تر ټولو مشهوره ښځینه لوبغاړې (مریل استریپ) وایي: د سینمایي اثرونو په تولید او د هغو په مالي عوایدو کې ښځي په دوهمه درجه کې دي او تر ټولو زیاته ګټه نارینه و ته ور په برخه کیږي.

د نړۍ او د ایران د سینماو د توپیرونو د پرتله کولو څخه  په اسانۍ سره پوهېدای شو چي په اخلاقي، او ښځینه فیلم جوړونکو سره په مسلکي چلند کې  د ایران سینما تر ټولو نه مخکښه ده.

نرګس آبیار په ټولنه کې د ښځو د اثرګذار یا اغیزشیندونکي حضور یوه بېلګه ده، د هغې هنري اثرونه د ځانګړو موضوعاتو او موقعیتونو د درلودلو په خاطر ډېر زیات اهمیت لري. خو د هغې د هنري اثرونو تر موضوع مهمه په ځان باندې د هغې باور دی چي په دې سره د ایرانۍ ښځې څخه یوه ښایسته تصویر وړاندې کوي بې له دې چي په سیاسي چلونو او اوزاري جالونو کې راګیر شي.

د مطلب پای/.

 

ټیګونه