ايران د پېړۍ معامله د امريکنيانو مکاري وبلله
(last modified Thu, 21 May 2020 06:53:54 GMT )
May 21, 2020 11:23 Asia/Kabul
  • ايران د پېړۍ معامله د امريکنيانو مکاري وبلله

د ايران خارجه وزارت د پېړۍ معامله نومې امريکائي – صهيونېسټي پلان د امريکنيانو د مکارۍ يوه څرګنده نښه وبلله.

د پېړۍ معامله امريکائي طرحې له مخې قدس شريف صهيونېسټ رژيم ته حواله کيږي، په نورو هېوادونو کښې فلسطيني کډوال به د ستنېدو حق ونه لري او فلسطينيان به يوازې د اردن د سيند لويديځې غاړې د باقي پاتې زمکې او د غزې د تړانګې مالکيت ولري.

د ايران خارجه وزارت نن د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوې بيانيې په جاري کولو سره وويل: امريکنيان او صهيونېسټان د داسې يوې معامله په اړه معامله کړې ده چې له هغوي سره تعلق نه لري.

په دغه بيانيه کښې تاکيد شوے دے، فلسطين له فلسطينيانو سره تعلق لري او په اړه يې فېصله کول له هغوي سره اړوند دي او نورو ته نه دي پکار چې د فلسطينيانو د زمکې او کور په باره کښې فېصله وکړي.

د روژې د مبارکې مياشتې وروستۍ جمعه د امام خميني (رح) په نوښت د قدس نړيواله ورځ نومولې شوې ده.

 

ټیګونه