ولسمشر روحاني:
امريکه د ايران مقاوم ملت نه شي په ګونډو کولې
May 21, 2020 16:01 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د امريکې سخت او بې مخينې دباونه د ايران مقاوم ملت نه شي په ګونډو کولې.
د ايرنا د پوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني نن د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې له ملي منصوبو څخه د ګټې اوچتونې او د جنوبي پارس يولسم فيز د پراختيا او د پلېټ فارم د نصب کولو د عملياتو د شروع کېدو په مراسمو کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې اوشول وويل، هم امريکائي وائرس او هم کورونا وائرس دواړو بې تاثيره نه دي، خو دغه وائرس د ايران ملت د ترقۍ او پرمختګ په لاره کښې نه شي راايسارولي.
هغه واضحه کړه، د ايران ملت سرلوړے دے او له به سرلوړے کيږي او له اوسنيو مشکلاتو به تېره شي او نورو سره هم مرسته او ملګرتيا کوي او تل د فلسطين د مظلوم ملت په شمول د نړۍ د مظلومانو مل او مرستيال دے.