ستره کاميابي د مقاومت د ځواکونو په انتظار کښې ده
(last modified Mon, 25 May 2020 09:48:16 GMT )
May 25, 2020 14:18 Asia/Kabul
  •  ستره کاميابي د مقاومت د ځواکونو په انتظار کښې ده

د ايران د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې سېکتر د دې په بيانوولو سره چې اسرائيل ورځ په ورځ لا وړوکے او کمزورے کیږي وويل، يوه لويه کاميابي د مقاومت د ځواکونو په انتظار کښې ده.

محسن رضائي د لبنان له النور رېډيو سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه د مقاومت ټولو ځواکونو او د دغه هېواد حکومت او ملت  ته د لبنان د جنوب د آزادولو د کليزې په مبارکۍ ويلو سره يادونه وکړه، دغه ورځ په حقيقت کشې په عربي او اسلامي نړۍ کښې تاريخ جوړونکې  وه.

رضائي زياته کړه، لبنان وکړې شول د خپلو ځواکونو د مټو په زور او ارادې سره د اسرائيلو په وړاندې ځان په تاريخ کښې ثبت کړي.

هغه په دوام کښې له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو لپاره د سيمې د ځينو هېوادونو کوششونوته په اشارې سره وويل: دغو بې نتيجې کوششونو د اسلامي نړۍ ملتونو ته وښودله چې هغه حکومتونه چې تر پرونه پورې يې له شا نه خنجر وهلو اوس راغلي دي په بې شرمۍ سره غواړي له غاصب اسرائيلي رژيم سره ملګرتياوې په ډاګه کړي.

رضائي د دې په بيانولو سره چې اسرائيل د اوبو کېدو او نړېدو په حال کښې دے واضحه کړه، د اسرائيلو ماتې او ختمېدل يوه ستره نړيواله پېښه ده چې رامنځته کېدونکېده او د مقاومت ځواکونه بايد د هغې سترې کاميابۍ لپاره صبر او زغمل ولري او خپلې مبارزې سختې کړي.

 

ټیګونه