سویس دې دامریکادغیرقانونی اقداماتوپه وړاندې غوره رول ولوبوي
(last modified Tue, 26 May 2020 10:50:41 GMT )
May 26, 2020 15:20 Asia/Kabul
  • سویس دې دامریکادغیرقانونی اقداماتوپه وړاندې غوره رول ولوبوي

ډاکټر حسن روحاني د سویس له ولسمشر سیمونتا سوماروګا سره په تماس کې د مالی لارو چارو د نظام په برابرولو کې ددغه هیواد داقدام په هرکلي سره ټینګار کړی ددغه مالی چینل جوړیدا په اوسنیو سختو شرائطو کې اغیزشیندونکي کیدلی شی او تمه کیږي ددغه مالی سسټم په لافعالیدو سره له دې لارې په ځينو هیوادونو کې د ایران دمالی سرچینو ځیني موردونه هم عملیاتي شي .

زمونږ خبریال راپور راکړ  داسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني نن  دسویس له ولسمشر  سره په ټيلیفوني تماس  کې وئيلی دي ،تهران تمه لري ، سویس د ایران په ضد د امریکا دغیرانساني او غیرقانوني بندیزونو دزیاتیدا په وړاندې  اغیرشیندونکی  رول ولوبوي .

  ډاکټر حسن روحاني د سویس  له ولسمشر سیمونتا سوماروګا سره په تماس کې  د مالی لارو چارو د نظام   په برابرولو کې ددغه هیواد داقدام  په هرکلي سره ټینګار کړی  ددغه مالی چینل  جوړیدا  په اوسنیو سختو شرائطو کې  اغیزشیندونکي کیدلی شی  او تمه کیږي  ددغه مالی سسټم  په لافعالیدو سره  له دې لارې په ځينو هیوادونو کې د ایران دمالی سرچینو ځیني موردونه هم عملیاتي شي .

 داسلامی ایران ولسمشر د یوې نړیوالې موافقې په توګه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ساتلو  اهمیّت   ته په اشارې سره  ټينګار کړی،ضرورت دی ، چې اروپائي اتحادیه  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو په وړاندې  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنتیاؤ په اجرا کې د انډول د راوستو لپاره  لازم اقدامات ترسره کړي  او سویس  هم مرسته کولی شي څو د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ستنې مضبوطې شي.

 داسلامی ایران  ولسمشر  همداراز له سویس سره د اړیکو د پراختیا اوژورتیا   په ضرورت په ټينګار سره  وئيلي دي  ایران له سویس سره داقتصادي ، علمي  او روغتیائي اړیکو د پراختیا او ژورتیا لپاره په بشپړ ډول تیار دی  او هیله ده د انسان دوستۍ اود سولې اوثبات په لاره کې د دواړو هیوادونو هلې ځلې  دوام ولري .

 د سویس ولسمشر  هم په دغو خبرو کې  له ایران سره  داړیکو په پراختیا ټينګار وکړ او  دغه راز ئې له کرونا ویروس سره  دمقابلې په زمینې کې  د دواړو هیوادونو د تجروبو د شریکولو هرکلی وکړ . سیمونتا سوماروګا یادونه کړې بِرن  هماغه راز  دسویس د مالی چینل  دلافعالیدا لپاره خپلو هڅو ته  دوام ورکوي .

 

ټیګونه