د کورونا له خپرېدو وروسته د کابل – مشهد وړومبنے الوت
(last modified Thu, 28 May 2020 00:40:02 GMT )
May 28, 2020 05:10 Asia/Kabul
  • د کورونا له خپرېدو وروسته د کابل – مشهد وړومبنے الوت

د ايران د خراسان رضوي د هوائي ډګرونو عمومي مدير د کورونا له خپرېدو وروسته له کابل نه مشهدته د افغانستان د وړومبني الوت خبر ورکړ.

محمود اماني بني پرون د دې په بيانولو سره چې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه افغانستان ته او نور بهرني الوتونه له تقريباً دريو مياشتو راهسې په ټپه اودرېدلي وو، زياته کړه، له افغانستان وړومبنے الوت له کابل ښار څخه له يو سل شپږ څلوېښت مسافرو سره پرون مازيګر د مشهد نړيوال هوائي ډګر ته راکوز شو.

د مشهد نړيوال هوائي ډګر د تهران له مهرآباد هوائي ډګر نه پس د ايران دويم زيات رش لرونکے هوائي ډګر دے چې په اوسطه توګه هره ورځ يو سل اتيا الوتونه او د سفرونو د اوج په وختونو کښې تر دوه نيم سوو پورې الوتونه تګ راتګ کوي.

 

ټیګونه