د څو اړخیز پالنې اخري سنګر په خطر کښې دی
(last modified Thu, 18 Jun 2020 06:41:34 GMT )
Jun 18, 2020 11:11 Asia/Kabul
  • د څو اړخیز پالنې اخري سنګر په خطر کښې دی

زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په فصلي غونډې کښې د امریکا او د هغې د متحدانو د ایران ضد خوځښتونو د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ .

هغه نن سهار په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې ولیکل ویانا تقریبا د څو اړخیزه پالنې اخري سنګر دی چې توانیدلی دی په تیرو څو کلونو کښې خپل حقیقي روح وساتي .

کاظم غریب ابادي خبرداری ورکړ که چیرې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنه شوا په دې اونۍ کښې ضروري دور اندیشي او پوهه ونه ښيي له بده مرغه دغه شورا به هم په هیرې شوي قیصې بدله شي .

په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي دغه راز د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې د سعودي عربستان لخوا د ځینو چټي ادعاګانو له مطرح کیدا وروسته وویل د سیمه ییزو موضوعګانو په تیره بیا په لویدیځې اسیا سیمې کښې د بې ثباتۍ د رامینځته کونکو فعالیتونو په هکله د هغه څه د درک لپاره چې په سیمه کښې رامینځته کیږي د ژور سیاسي استعداد د لرلو ضرورت نشته .

غریب ابادي زیاته کړه دغه یوه(۱) ټوکه او مسخره ده چې سعودي عربستان ایران په سیمه کښې د نښتو په وجه تورن کړي دا په داسې حال کښې دي چې د عربستان لاسونه د عراق د سوریې د لیبیا او د یمن د خلکو په وینو ککړ دي .

 

ټیګونه