رومانیا دې د ایران د منصوری دمړینې دقیق علت اعلان کړي
موسوي ددې خبرې په کولو سره چې غلام رضا منصوري د نړیوال پولیس یا ا نټرپول له لارې دیران د قضایه قوې له خوا تعقیبیدۀ، وئيلي دي ، هغه د رومانیا انټرپول پولیسو نیولی ؤ او ټاکل شوې وه چې ایران ته وسپارل شي .
ا یرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دایران دخارجه وزارت ویندوي عباس موسوي پرون ناوخته په رومانیا کې د د ایران دیوه اقتصادي تورن او تښتیدلي قاضي منصوري د مړینې په اړه د خبر په تائيدولو سره چې وئيل کیږي په رومانیا کې ئې دهوټل له کړکي ځان غورځولې او خودکشي ئې کړې ده ، تائيد کړې او وئيلي ئې دي ، ایران درومانیا له خوا د دغې پيښې د علت د رسمي راپور په تمه دی .
موسوي ددې خبرې په کولو سره چې غلام رضا منصوري د نړیوال پولیس یا ا نټرپول له لارې دیران د قضایه قوې له خوا تعقیبیدۀ، وئيلي دي ، هغه د رومانیا انټرپول پولیسو نیولی ؤ او ټاکل شوې وه چې ایران ته وسپارل شي .
دایران د خارجه وزارت ویندوي د رومانیا له چارواکو اوپولیسو غوښتي دي ، پخپلو قانوني دندو دې عمل وکړي او ددغې پيښې د دقیق علت او څرنګوالي په باب دې رسمي راپور و ړاندې کړي .