د دفاعي توان په وده د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د عمومي قوماندان تاکيد
(last modified Sat, 20 Jun 2020 10:51:50 GMT )
Jun 20, 2020 15:21 Asia/Kabul
  • د دفاعي توان په وده د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د عمومي قوماندان تاکيد

«د ايران د ملت دښمنان بايد پوه شي چې د ايران د اسلامي جمهوريت د هر شهيد په نوم او ياد کښې په لسګونو توغندي د آمادګۍ په حال کښې دي چې د هغوي له تصور نه په لا اوچت قوت او توان هر لرې او نزدې ګواښ تس نس کړي.»

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ عمومي قوماندان جنرل سيد عبدالرحيم موسوي د تېرې جُمعې په ورځ د فوځ د سمندري ځواک قوماندان ايډمېرل جنرل خانزادي ته د يو پېغام په  لېږلو سره د دې په بيانولو سره د دفاع د وزارت په ملاتړ او تعاون سره د فوځ د سمندري ځواک لخوا د وروستيو کاميابو مشقونو قدرونه وکړه. په دغه پېغام راغلي دي؛ فارس خليج، عمان سمندر او د ايران ټاټوبي اوبۀ به د دغه انقلابي حرکت مبدا په ځان او د دفاعي توان په ودې باندې د پاور په روښانه لار کښې وي او هيڅ بنديز او بائيکاټ لوړ ايراني تفکر محدود نه کړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت سمندري ځواک د تېر ايتوار په ورځ د دريادل رمضان د شهيدانو په نامه سطحي جنګي مشقونو کښې د دفاع د وزارت توليد شوي د لنډې او اوچتې فاصلې ويشتونکي توغندي د هندد بحيرې او عمان سمندر په حدودو کښې په کاميابۍ سره وزمائل.

په سيمه کښې د مختلفو ګواښونو په مقابل کښې د دفاعي قوت لرل لازمي دي. په دې وجه د ايران دفاعي پاليسي په دوو اصولو ولاړه ده.

وړومبے اصل، د دفاع او مخنيونې د ډېرې لوړې سطح ساتنه چې د هېواد د امنيت په خلاف له نېغ په نېغه ګواښونو سره د مقابلې لپاره امنيتي سټراټيجي شامله ده. وروستيو فوځي مشقونو هم وښودله چې د ايران سمندري ځواک په فارس خليج کښې په اقتدار سره د امنيت ساتنه کوي او په لوړې روحيې له ګواښونو سره مقابلې ته زيات چمتووالے دے.

د ايران په امنيتي پالېسۍ کښې دويم اصل په ګډو سيمه ايزو ملګرتياو او تعاون باندې تاکيد دے.

د دغو دواړو اصولو ترمېنځ پېوستون د ډله ايزو ګټو د ګډې پوهې په بنياد د يو امن سيمې جوړولو لازمه ده چې د ټولې سيمې لپاره د اېشيا د لويديځ په هېوادونو باندې تپل شويو حالاتو او ګواښونو ته په پام سره د ټولې سيمې لپاره ضرور ده.

په وروستيو دريو لسيزو کښې په سيمې باندې د تپل شويولانجو او جنګونو تجربې وښودله چېد هر ډول ناامني د سيمې د ټولو هېوادونو په زيان ده.

په دې چوکاټ کښې په فارس خليج کښې امنيت هم د حساس او سټراټيجک موقعيت په وجه څو برابر اهميت لري.

البته  د ايران اسلامي جمهوريت هيڅ وخت په سيمه او له سيمې نه په بهر کښې د جنګ د شروع کونکې نه ؤ او نه دے، خو که وګواښل شي يا پرې تېرے اوشي نو په پوره قوت او شدت سره به له ځان او سيمې څخه دفاع وکړي.

جنرل سيد عبدالرحيم موسوي پېغام په حقيقت کښې په هم دغو سټراټيجکو اصولو تاکيد لري.

---------------

 

ټیګونه