ایران د فرانسې د ایټمي بالسټک توغندي له آزموینې اندیښنه وښودله
(last modified Sun, 21 Jun 2020 03:22:57 GMT )
Jun 21, 2020 07:52 Asia/Kabul
  • ایران د فرانسې د ایټمي بالسټک توغندي له آزموینې اندیښنه وښودله

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فرانسې له خوا د بالسټک او ایټمي توغندي ازموینه د ایټمي وسلو د خپراوي د منعې د تړون NPTپه چوکاټ کښې د دغه هیواد د ژمنو خلاف وبلله.

سید عباس موسوي پرون د فرانسې د سمندري ځواک له خوا د ایټمي خولۍ د وړلو په وړتیا سره د براعظم ویشتونکو بالسټک توغندوي د نوي نسل د یو میزایل له توغول کیدو د اندیښنې په ښودلو سره وویل: دا کار د این، پي، ټي تړون له شپږمې مادې او د ایټمي بې وسلې کونې په نسبت د فرانسې له ژمنې سره بیخي سمون نه خوري.

هغه په دې خبرې سره چې ایټمي وسلې د نړیوالې صلحې او امنیت خلاف یو ګواښ دی، وویل: د دغه ډول وسلو نوې کول او ازموینې د ایټمي وسلو د خپراوي د منعې او ختمونې د نړیوال رژیم د بنیاد په توګه د این، پي، ټي د کمزوري کیدو سبب کیږي.

موسوي هم داشان د پیرس حکومت د ایټمي وسلو د ختمولو په لړ کښې د خپلو نړیوالو ژمنو بشپړې پوره کونې ته راوباله.

 

ټیګونه