ايران هم هغه شان له نشه ايزو موادو سره د مبارزې بېرغوال
(last modified Wed, 24 Jun 2020 12:08:33 GMT )
Jun 24, 2020 16:38 Asia/Kabul
  • ايران هم هغه شان له نشه ايزو موادو سره د مبارزې بېرغوال

په تهران کښې د ملګرو ملتو له نشه ايزو موادو او جرائمو سره د مبارزې د دفتر استازي د تېر نهې په ورځ له نشه ايزو موادو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په خصوصي غونډه کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه له نشه ايزو موادو سره په مبارزه کښې د ايران د هلو ځلو قدرونه وکړه.

د نشې مشکل هم هغه شان د کورونا وائرسو په شان نړۍ ګواښي چې د يوې سختې او اوږدې مبارزې لپاره کلکې ارادې ته ضرورت لري.«د ښې خيال ساتنې لپاره لا ښه پوهه»محوريت سره له نشه ايزو موادو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې د سږ کال د شعار غوره کول له نشه ايزو موادو سره مبارزې ته نوې کتنه لري. خو حقائق او علتونه يې نه شي هېرېدې.

د ملګرو ملتو رپوټونه ښودنه کوي چې منجمله په افغانستان کښې چې د افيمو د توليد يو ستر مرکز دے د افيمي موادو د کر او توليد موضوع ته د نړيوالې ادارې لخوا د ضروري پام نه کول د دې سبب شوي دي چې له ۲۰۱۹ کال څخه په دغه هېواد کښې د توليد بېلګې د بدلېدو کتونکي يوو.

د ملګرو ملتو له نشه ايزو موادو او جرائمو سره د مبارزې د ادارې د اطلاعاتو له مخې د نشه ايزو موادو د قاچاق زياتېدل په کال کښې د تقريباً يو لکو تنو د مړينې سبب کيږي. همدارنګ د نشه ايزو موادو قاچاق  د ترهه ګرو د مالي پياوړتيا او د تندلارو نېټ ورکونو د پراختيا سبب کيږي چې صلح او امنيت ګواښي. په داسې د نړيوالې ټولنې د هلو ځلو پياوړتيا له مبداء څخه  د نشه ايزو موادو له توليد او قاچاق سره د مقابلې يوازېنۍ لار ده. اوس چې په افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو له موجودګۍ څخه تقريباً نولس کلونه تيريږي شمېرنې ښودنه کوي چې په دغه هېواد کښې د افيمو توليد د ۲۰۰۱ کال يعنې له ترهه ګرۍ او نشه ايزو موادو سره د امريکې د تشه په نامه مبارزې د شروع کېدو د کال په نسبت زيات شوے دے او د خپرو شويو شمېرنو له مخې څلور زره اته سوه ټنو ته رسېدلے دے.

د ايران اسلامي جمهوريت په تېرو څلوېښتو کلونو کښې له نشه ايزو موادو سره يوه بې امانه مبارزه لرلې ده. د ملګرو ملتو د ۲۰۲۰ کال د رپوټ له مخې د نړۍ په سطح نوي فيصده افيم، شپږويشت فيصد هيروئن او اته څلوېښت فيصده مرفين د ايران لخوا کشف کيږي. يوازې په يو کال کښې له نهه نيم سوه ټنو زيات نشه ايز او ايکستازي موادو کشفېدل د يوې مهمې کاميابۍ په توګه د انساني ټولنې يو ستر خدمت دے. په مختلفو اړخونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت  اقدامات د ملګرو ملتو له نشه ايزو موادو او جرائمو سره د مقابلې د دفتر لخوا د قدرونې وړ ګرځېدلي دي. ايران د دغې مبارزې په لار کښې تقريباً څلور زره شهيدان ورکړي دي. په همدې وجه دي چې په تهران کښې د ملګرو ملتو له نشه ايزو موادو او جرائمو سره د مبارزې د  دفتر استازي فدولوف له نشه ايزو موادو سره د مبارزې په نړيوال مشکل کښې د ګډون لپاره د ايران د حکومت کوششونه د ستائنې وړ وبلل او واضحه يې کړه، ملګري ملتونه له ايران سره له نشه ايزو موادو سره مبارزې په چاره کښې د ګډو ملګروتياو او تعاون د سطحې د ودې لپاره کوشش کوي.

بې له شکه د دغې مبارزې په نتيجه کښې رامنځته شوې ګټه د زياترو هېوادونو په تېره بيا د اروپائي هېوادونو لپاره ده، خو همدغه هېوادونه د امريکې د بنديزونو په بهانه د مرګ له سوداګرو سره د مقابلې لپاره له  ايران سره له ډېرو کمو مرستو او حتی د دغې مبارزې د ضرورت وړ سامانونو له خرڅولو څخه ډډه کوي.

---------

 

ټیګونه