د ايران د دفاع وزير:
د امريکې بنديزونه اپوټه نتيجه لري
د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزير وويل: د ايران د فوځ هوائي ځواک ته د جنګي الوتکو حواله کول د دښمنانو په تېره بيا د امريکنيانو لپاره دا پېغام لري چې بنديزونه اپوټه نتيجه لري.
درې کوثر نومې جنګي الوتکې نن د ايران د دفاع د وزير په موجودګۍ کښې د ايران د فوځ هوائي ځواک ته حواله کړې شوې؛ دغه جنګي الوتکې د ايراني ماهرينو په لاسو جوړې شوې دي.
جنرل امير حاتمي د دغو جنګي الوتکو د حواله کولو په مراسمو کښې وويل: مونږ يې له تېرو څلوېښتو کلونو راهسې بائيکاټ کړوو چې له موجودو سازوسامانونو څخه استفاده ونه کړې شوو خو نن ټول سازوسامانونه د جوړېدو او استعمال په حال کښې دي.
جنرل امير حاتمي دې ته په اشارې سره چې نن امريکنيان په دې پسې دي چې د ايران د وسلو محدوديت تمديد کړې شي وويل: دا د دنيا او ټولو آزادي پسندو لپاره يو مهم پېغام دے چې پوهه شي که ټينګ اودريږي نو کاميابۍ ته رسېدې شي.
د ايران د دفاع وزير تاکيد وکړ: امريکنيان او نور دښمنان دې پوه شي چې ايران به خپلې د ترقۍ، پرمختګ او صادراتو لارې ته دوام ورکړي.