ایران لږترلږه شپږ وارې په برجام کښې د اختلاف د ختمولو کوشش کړی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په یو ټویټري پیغام کښې، په ایټمي موافقه کښې د اختلاف د هواري د لارې چارې په فعالولو کښې د ایران وروستي اقدام ته اشاره کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په یو ټویټري پیغام کښې، په ایټمي موافقه کښې د اختلاف د هواري د لارې چارې په فعالولو کښې د ایران وروستي اقدام ته اشاره کړې ده.
محمد جواد ظریف په دغه ټویټ کښې ولیکل چې په تبلیغاتي جنجال باور مه کوئ، ایران تراوسه لږترلږه شپږ ځلې د ګډ اقدام د جامع پروګرام په لړ کښې د اختلافاتو د هواري لاره چاره فعاله کړې کومه چې د امریکې او د ایټمي موافقې د دریو اروپايي هیوادونو له خوا د دغې موافقې د ژمنو په خلاف ورزۍ پورې اړونده ده.
ظریف په دوام کښې د ایران د دغه کار تاریخونه او نیټې هم لیکلې دي.
د ایران خارجه وزیر د خپل پیغام په پاې کښې ولیکل چې په دې لړ کښې به خپل ټول لیکونه هم ډیر زر خپاره کړي.