د جلالي او بوګدانف په کتنه کښې د سيمې بدلونونه وڅېړل شول
په ماسکو کښې د ايران سفير او د روسيې د خارجه وزير مرستيال په يوه ناسته کښې د اېشيا د لويديځې سيمې بدلونونه وڅېړل.
په ماسکو کښې د ايران سفير کاظم جلالي او د روسيې د خارجه وزير مرستيال او د ولسمشر خاص استازي ميخائيل بوګدانف په يو ناسته کښې د دوو اړخيز تعلقاتوو د سيمې د امنيتي بدلونونو په تېره بيا د صهیونېسټ رژيم او امريکې د پېړۍ معامله نومې پلان په ا ړه خبرې اترې وکړې.
جلالي او باګدانف په دغه کتنه کښې د دوو اړخيزو او سيمه ايزو مسائلو په اړه د ايران او روسيې د صلاح مشورو او ملګرتياو په ضرورت تاکيد وکړ.
د پېړۍ معامله نومې پلان د امريکې د حکومت لخوا يو نوے پلان دے چې په نتيجه کښې يې د فلسطين د خلقو حقوقو له منځه ځي؛ دغه پلان د سعودي په شمول د ځينو عربو هېوادونو په ملګرتيا او موافقت سره برابر کړے شوے دے.