په ماهان الوتنې د امریکایي جنګي الوتکو د مزاحمت رامینځته کولو په اړه د ایران د هوایي اداري بیانیه
د ایران هیواي ادارې، د ایران مسافر وړونکي الوتکي ماهان لپاره د امریکې د دوو (۲) جنګي الوتکو مزاحمت رامینځته کولو په اړه له غیرپوځي هوايي چلند نړیوال سازمان شورا (ایکائو) څخه د بیړنۍ پلټنې غوښتنه وکړه.
نن د ایران د هیواد هوایي ادارې د عمومي اړیکو برخې د راپور پر اساس، د ماهان یوزر او یوسل دوپنځوستمه الوتکه چې د سوریې په نړیوال هوایی دهلیز کې له امام خمیني نړیوال هوایی ډګر څخه بیروت ته روانه وه، د امریکې د دوه جنګي الوتکو له مزاحمت سره مخامخ کیدو له امله پکې یو شمیر مسافر ژوبل شوې دي.
د مهان مسافر وړونکې الوتکه د الوتنې له یقیني امنیت څخه وروستو د بیروت له هوای ډګر څخه نن (جمعه) د تهران امام خمیني هوایی ډګر ته بیرته راستنه شوه.
د دې راپور په اساس، د ایران د ملکي هوایی چلند ادارې د شیکاګو له 13 مادې سره سم، له سوریې سره اړیکه نیولې او د پیښې د سمدستي او دقیقې څیړنې غوښتنه یې کړې او د ایران د حادثې د څیړنې تخنیکي ټیم، د پیښې تخنیکي څیړنه هم پیل کړې ده.
د ایران د ملکي هوایی چلند ادارې یادونه وکړه: د دې پیښې جزیات به د پیښې د څیړنې پروسې پراساس ترلاسه شوي ټول تخنیکي ډیټا او معلوماتو او په بیله بیا د سوریې د ملکي هوایی چلند ادارې څخه یو څه مستند او د اعتماد وړ معلومات به له بیا کتنې وروستو خپاره شي.