د ايران وسله ايزه ترقي د دښمن د کمزورۍ او قوت د ټکو د پېژندلو مطابق ده
(last modified Wed, 29 Jul 2020 00:39:34 GMT )
Jul 29, 2020 05:09 Asia/Kabul
  • د ايران وسله ايزه ترقي د دښمن د کمزورۍ او قوت د ټکو د پېژندلو مطابق ده

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل، د ايران د وسلو او سازوسامانونو ترقيد دښمن د ګواښ او د هغه د کمزورۍ او قوت د ټکو د پېژندلو مطابق ده او د پاسدارانو د لښکر فوځي مشقونه د ايران د ملت د ګټو له مقتدرانه دفاع څخه د اطمينان په هدف سره ترسره کيږي.

جنرل حسين سلامي پرون د پېغمبراعظم (ص) ۱۴ نومې فوځي  مشقونو وروستۍ مرحلې ترڅنګه وويل: زمونږ سياستونه د ايران د ګران ملت د بنيادي ګټو د ساتنې لپاره دفاعي دي په دې معنا چې مونږ له ابتداء نه په هيڅ هېواد يرغل ونه کړووو خو په تاکتيک او عملياتو کښې پوره يرغليز يوو.

هغه په دې باندې په تاکيد سره چې په سټراټيجکه سطح کښې زمونږ عمل دفاعي دے خود عملياتو او تاکتيک په سطحو کښې پوره يرغليز يوو واضحه کړه، هغه څه چې نن د هوا فضا او سمندري ځواکونو په سطح به دې فوځي مشقونو کښې نندارې ته وړاندې کړې شول ټول يرغليز وو.

د پېغمبراعظم ۱۴ نومې سترو او ګډو فوځي مشقونووروستۍ مرحله پرون د اسلامي انقلاب د پاسدارانود لښکر د سمندري او هوا فضاء ځواکونو په ګډون سره د ايران د هرمزګان صوبې په عامه سيمه، د هرمز تنګۍ په لويديځ  او فارس خليج کښې د هېواد تردننه پورې شروع شول.

 

ټیګونه