سپک تبلیغات ذهنونه د امریکې له شرمناکې ماتې نه شي اړولې
امریکا د ایران خلاف د وسلو د بندیزونو د تمدید لپاره په امنیت شورا کښې له ماتې وروسته، د ایران د څو تیل وړونکو کشتیو د نیولو خبر ورکړ.
د ایران خارجه وزیر د ایران د تیلي کشتیو د نیولو په هکله د امریکايي رسنیو تبلیغاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې پوچ او سخیف تبلیغات په ملګرو ملتو کښې د امریکې د غیرقانوني او شرمناکې سفارتي ماتې څخه د نړۍ د اذهانو د غړیدو سبب نه ګرځي.
امریکا د ایران خلاف د وسلو د بندیزونو د تمدید لپاره په امنیت شورا کښې له ماتې وروسته، د ایران د څو تیل وړونکو کشتیو د نیولو خبر ورکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په یو ټویټ کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې د کارائیب سمندري غله د ځان لپاره محکمه او قاضي لري، یادونه وکړه: د تیلو غلا شوې جوپه، کشتۍ او بیرغ هیڅ کوم د ایران نه دی.
په داسې حال کښې چې وال سټریټ جرنل ورځپاڼې د یوې خبر په خپرولو سره ادعا وکړه چې امریکې د ایران څلور تیل وړونکې کشتۍ نیولې دي، په ونزویلا کښې د اسلامي ایران سفیر حجت سلطاني په خپل ټویټر کښې دغه خبره د امریکې د امپریالیزم د تبلیغاتي ادارې یو بل دروغ وبلل.
یاده دې وي چې په ایران باندې د وسلو د بندیز د تازه کولو لپاره د امریکې وړاندیزي پریکړه لیک د ۱۱ سپینو رایو، د امریکې او ډومینیکن جمهوریت په دوو موافقو رایو او د روسیې او چین په دوو مخالفو رایو سره له تصویبیدو پاتې شو.