د امریکې د ابرقدرتۍ دوران تیر شوی دی
(last modified Tue, 18 Aug 2020 03:15:47 GMT )
Aug 18, 2020 07:45 Asia/Kabul
  • د امریکې د ابرقدرتۍ دوران تیر شوی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر وویل: محاسباتي تیروتنې وښودله چې د امریکې د زبرځواکۍ پړاؤ پاې ته رسیدلې او د برجام مړي امریکې ته ماتې ورکړه.

محمد جواد ظریف بیګا په یوه ټيلیویژني وینا کښې زیاته کړه: امریکایان له ۱۷ کاله مخکښې راهیسې په محاسباتي تیروتنې اخته دي او دا په هغو ډیرو کمو مواردو کښې شامل دی چې اروپایانو له امریکایانو سره ملګرتیا ونه کړه.

هغه په دې خبرې سره چې امریکا تل هڅه کوي چې په ایران باندې د وسلو بندیزونه دوام ولري، وویل: امریکې دا ځل ماتې وخوړله ځکه چې ترټولو مهمه وجه یې خپله د امریکایانو غلط سیاست دی کوم چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په پیلیدو څخه د ایټمي موافقې په خرابولو سره پیل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکایانو په امنیت شورا کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک په نه تصویبیدو سره ځان په مخمصه کښې راوسته په داسې حال کښې چې هغوي نه پوهیږي چې نړیوال حالات ډیر بدل شوي دي او دغه هیواد تل هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې په اپوټه لاړ شي.

ظریف په دې خبرې سره چې په دنیا کښې د امریکایانو د قدرتمندۍ وار تیر شوی دی، څرګنده کړه: امریکایانو په خپل پلاننګ سره فکر کوه چې په امنیت شورا کښې مثبته راې ترلاسه کوې شي خو په دې لړ کښې یې چورلټه ماتې وخوړله او حتی اروپايي هیوادونو هم دغه پریکړه لیک ته مثبته راې ورنه کړه.

 

ټیګونه