د ماشې د مکانیزم د پیلولو لپاره د امریکې رسمي غوښتنه او ورسره د ۴+۱ ډلې  مخالفت
(last modified Fri, 21 Aug 2020 08:51:25 GMT )
Aug 21, 2020 13:21 Asia/Kabul
  • د ماشې د مکانیزم د پیلولو لپاره د امریکې رسمي غوښتنه او ورسره د ۴+۱ ډلې  مخالفت

په امنیت شورا کښې په ایران باندې د وسلو د بندیز د تمدید لپاره د یو پریکړه لیک د تصویبولو په لړ کښې د امریکې له څرګندې ماتې وروسته د ټرمپ حکومت اوس د خپلې وروستۍ حربې یعنې د ماشې یا لیندۍ د مکانیزم د کارولو کوشش پیل کړی خو دغه کار د ۴+۱ ډلې د غړو له څرګند مخالفت سره مخامخ شوی دی.

په امنیت شورا کښې په ایران باندې د وسلو د بندیز د تمدید لپاره د یو پریکړه لیک د تصویبولو په لړ کښې د امریکې له څرګندې ماتې وروسته د ټرمپ حکومت اوس د خپلې وروستۍ حربې یعنې د ماشې یا لیندۍ د مکانیزم د کارولو کوشش پیل کړی خو دغه کار د ۴+۱ ډلې د غړو له څرګند مخالفت سره مخامخ شوی دی.

د امریکې حکومت تیره پنجشنبه د یو لیک په وړاندې کولو سره چې د دغه هیواد د خارجه وزیر مایک پمپئو لخوا د امنیت شورا پړاویز مشر ته وړاندې شو، ملګري ملتونه د ایران خلاف د ټولو نړیوالو بندیزونو د بیا لګولو لپاره له خپلې غوښتنې په رسمي ډول خبر کړل. واشنګټن په دغه لیک کښې ایران د برجام ایټمي موافقې په پابندۍ نه کولو تورن کړی دی. دغه لیک خپل دیرش ورځنې بهیر پیلوي او د یوې نظریې له مخې د ایران خلاف د ملګرو ملتو د بندیزونو د (آټومیټک ستنیدنې) سبب کیدې شي. خو په عین حال کښې شناندي باوري دي چې د ټرمپ حکومت د امریکې له دغې ادعا سره د ۴+۱ ډلې د غړو پریکنده مخالفت ته په پام سره خپل دغه هدف ته د رسیدو لپاره یوه سخته لاره لري.

د ۴+۱ ډلې لویدیځ غړي یعنې په اروپايي ټرائیکا مشهور جرمني، فرانسې او بریطانیې د امریکې له دغه اقدام وروسته په یوه خبرپاڼه کښې خپل مخالفت ورسره اعلان کړ. اروپايي ټرائیکا په دغې بیانیې کښې د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نیټه په ایټمي موافقې کښې د امریکې د ګډون ختمیدو ته په اشارې سره ویلي دي: د امریکې له دې اقدامه چې له برجامه په ملاتړ کښې زمونږ له روانو هلوځلو سره غږملتیا نه لري، ملاتړ نه شو کولې.

هغوي د امنیت شورا له غړو هم وغوښتل له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې په دغه ارګان کښې یوازې اختلاف زیاتوي. دغو دریو اروپايي هیوادونو هم داشان ټینګار وکړ: سره له هغو چیلنجونو چې له برجامه د امریکې وتلو رامینځته کړي دي، مونږ لاهم په دې موافقې پابند یو.

اروپايي اتحادیې هم ورته دریځ غوره کړی دی. د دغې اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل په یوه خبرپاڼه کښې د ماشې د مکانیزم د فعالولو لپاره له ملګرو ملتو د امریکې غوښتنې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه له دې لارې چارې استفاده نه شي کولې.

د ماشې له مکانیزمه د امریکې له استفادې سره د مخالفت په هکله د اروپا رڼه دریځنیونه د ټرمپ د حکومت د ماتو یو نوې پړاؤ ګڼلې شو، په حقیقت کښې هغه څه چې په دې روان پړاؤ کښې د هغه لپاره د لازیات شرم او سرټیټۍ سبب شوي دي دا چاره ده چې حتی د واشنګټن اروپايي انډیوالان هم د ماشې له مکانیزم څخه د استفادې د حق په هکله د هغه ادعا نه مني او په ډاګه یې ورسره مخالفت کړی دی. د اروپايي ټرائیکا بیانیې یوځل بیا په نړیواله کچه او حتی د امریکې د اروپايي انډیوالانو په نزد د هغې یوازې توب او د مقبولیت نشتوالې وښوده.

له بلې خوا د ۴+۱ ډلې ختیځ غړوي یعنې روسیه او چین هم د امریکې له غیرقانوني ادعا سره څرګند مخالفت ته راپورته شوي دی. په ملګرو ملتو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا په دې هکله وویل: مونږ باوري یو چې امریکا د دغه بهیر د پیلولو لپاره هیڅ قانوني حق یا دلیل نه لري او البته چې مونږ به ورسره مخالفت وکړو.

هم داشان د ملګرو ملتو لپاره د چین استازي وانګ مین د ماشې د مکانیزم د فعالولو په هلوځلو سره د ایراني ضده بندیزونو د ستنولو لپاره د امریکې د اقدام په غندلو سره وویل چې دغه اقدام یوه سیاسي ډرامه ده چې متحده ایالاتو شروع کړې ده. د امریکې د یواړخیز پالنې او سلطې د مخالفو دوو نړیوالو قدرتونو په توګه د هغې له ادعا سره د روسیې او چین مخالفت ښودنه کوي چې په نړیوال نظام کښې یو پیاوړې او قدرتمند بهیر رامینځته شوی دی چې د امریکې د غیرعقلي او غیرقانوني کړنلارو سخت مخالف دی او په وړاندې یې دریږي.د ایران اسلامي جمهوریت هم په دې لړ کښې خپل دریځ په شفافه توګه اعلان کړی دی. د ایرن خارجه وزیر محمد جواد ظریف په هغه لیک کښې چې په ملګرو ملتو کښې د ایران د استازي له خوا د امنیت شورا مشر ته ورکړې شوې، څرګنده کړې چې امریکا د بندیزونو د راژوندي کولو هیڅ حق نه لري او د واشنګټن دا کار باید د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې له خوا رد شي. د هغه په وینا امریکې د ماشې له مکانیزمه د استفادې لپاره په هلوځلو سره د نړیوالو حقوقو په پخو قواعدو او په هغو سلوکونو چې په څو پيړیو کښې یې بڼه نیولې ده، سترګې پټې کړې دي.

داسې ښکاري چې د ماشې له کمانیزمه د امریکې له استفادې سره په څرګند مخالفت کښې د ۴+۱ ډلې د ټولو لویدیځو او ختیځو غړو د نظر یووالي او هم د امریکې له دغه غیرقانوني اقدام سره د امنیت شورا د چلند د ضرورت په هکله د ایران پریکنده دریځ ته په پام سره واشنګټن د وسلو د بندیز په شمول د ایران خلاف د ملګرو ملتو د بندیزونو د ژوندي کولو په لړ کښې سترې ننګونې او چیلنجونه مخې ته لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه