ايران ته د اژانس د عمومي مدير سفر د ماشې له مېکانېزم سره څه تعلق نه لري
(last modified Mon, 24 Aug 2020 10:30:54 GMT )
Aug 24, 2020 15:00 Asia/Kabul
  • ايران ته د اژانس د عمومي مدير سفر د ماشې له مېکانېزم سره څه تعلق نه لري

د ايران خارجه وزير وويل: تهران ته د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د عمومي مدير سفر د ماشې له مېکانېزم سره څه تعلق نه لري.

محمد جواد ظريف نن د خبريالانو په ټول کښې وويل تهران ته د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د عمومي مدير سفر د تهران او د دغه آژانس ترمېنځ د تېرو خبرو اترو په دوام کښې دے.

ظريف د مقدسې دفاع په دورانکښې د ايران په خلاف له کيميائي وسلو څخه د عراق د بعث رژيم استفادې ته په اشارې سره وويل، هم هغه ډول چې تاريخي مخينه داسې وه چې ايران د کيميائي وسلو قرباني ؤ خو هيڅکله يې له کيميائي وسلو استفاده نه ده کړې او د ايټمي انرجۍ له نړيوال آژانس سره ملګرتيا ته چمتو دے.

د ايران خارجه وزير همدارنګ تاکيد وکړ، تهران اجازه نه ورکوي چې هغه کسان چې د آژانس د مقاصدو مخالف دي او هم د ايټمي وسلو په لرلو سره په مينځني ختيځ سيمه کښې د صلحې او امنيت خنډ دي، يعني صهيونېسټ رژيم او امريکه چې له ايټمي وسلوڅخه استفاده کونکي دي وغواړي د آژانس اهداف ټوقې وګڼي.

د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس عمومي مدير رافائل ګروسي نن ايران ته په سفر راغلےدے او سبا او بله ورځ به د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.

 

ټیګونه