پر انګلستان د ایران د پور موضوع د دوه تابعیتي زندانیانو په آزادۍ پورې اړه نه لري
(last modified Sun, 06 Sep 2020 00:48:41 GMT )
Sep 06, 2020 05:18 Asia/Kabul
  • خطیب زاده، د ایران د خارجه وزارت ویاند
    خطیب زاده، د ایران د خارجه وزارت ویاند

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: تهران ته د انګلستان د حکومت لخوا د زوړ پور ستنول د دوه تابعیت لرونکو زندانیانو په آزادۍ پورې تړاؤ نه لري.

ایران ته د انګلستان د ۴۵۰ میلیون پونډي پوروړتیا موضوع په ۱۹۷۴ او ۱۹۷۶ کلونو کښې په ایران باندې د ۱۵۰۰ چیفټَین  Chieftain نومې ټانکونو او ۲۵۰ زغرګاډو د پلورلو په قرارداد پورې اړونده ده.

د انګلستان دفاع وزیر بِن والاس Ben Wallace په دې وروستیو کښې د ایران اسلامي جمهوریت ته د دغه پور د ستنولو په ضرورت باندې د خپل هیواد د حکومت اعتراف ته په اشارې سره ویلي وو چې لندن د دغو پیسو د ستنولو لپاره د یوې قانوني لارې په تکل کښې دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون زمونږ خبریال ته په مرکه کښې په دې خبرې سره چې ځیني هڅه کوي چې د انګلستان د دغه پور د راستنولو موضوع د ایراني-انګلیسي دوه تابعیتي زنداني میرمن نازنین زاغري په آزادۍ پورې وتړي، زیاته کړه: د انګلستان حکومت له څلویښتو کلونو راهیسې د ایران پریکنده قرض دارې دی او لندن تر ننه هم د دغه پور په ستنولو کښې ډیر ناوخته کړې دی.

خطیب زاده دې ټکي ته په اشارې سره چې نازنین زاغري په ایران کښې د خپل محکومیت او زندان موده تیروي، څرګنده کړه: هغې په ایران کښې د خپلې سزا یوه برخه تیره کړې او مشروطه آزادي هم لري چې ځانته قضايي پروسه لري او د هغې او نورو زندانیانو ترمینځ هیڅ فرق نشته.

هغه هیله وښودله چې د انګلستان حکومت بې له ځنډه خپل پور ایران ته راستون کړي.

 

ټیګونه