ایران کې د سانټري فیوژونو د تولید بهیر ښه روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92707-ایران_کې_د_سانټري_فیوژونو_د_تولید_بهیر_ښه_روان_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي د نوي نسل د سانټري فیوژونو په برخه کښې د تولید او د تحقیق بهیر ښه او د پام وړ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2020 06:11 Asia/Kabul
  • ایران کې د سانټري فیوژونو د تولید بهیر ښه روان دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي د نوي نسل د سانټري فیوژونو په برخه کښې د تولید او د تحقیق بهیر ښه او د پام وړ وباله .

هغه وویل په ایران کې د ايي ار شپږ ، د ايي ار اته او د ايي ار نهه سانټري فیوژونو په شمول د سانټري فیوژونو نوی نسل په ښه ډول د ازموینې په حال کې دی او همدا اوس د تحقیقاتو د بشپړیدا په حال کې دی .

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر بهروز کمالوندي وویل دغه سانټري فیوژونه ورځ تر بلې کارنده او سیسټاماټیک کیږي او که چیرې په نږدې راتلونکي کې د دغو سانټري فیوژونو په صنعتي بڼه د تولید فیصله وکړو په ډاډ سره د دغو ماشینونونو د صنعتي تولید امکان برابرولی شو .

هغه دغه راز د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي نوي راپورو ته په اشارې سره وویل ایران په طبیعي ډول هیله لري د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي د سیف ګارډ (Safeguard )موافقې د دوو (۲) موضوعګانو په ارتباط د اټومي اژانس د پوښتنو او د شکونو په ختمیدا سره نور د اټومي تړون له راپور سره په یووخت د سیف ګارډ په اړه د بل کوم مورد او راپور د خپریدا کتونکي ونه وسو .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي په تیرې جمعې ورځ د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي د سیف ګارډ د موافقې په ارتباط په خپل نوي راپور کښې د ایران او د اټومي اژانتس د وروستۍ موافقې په هرکلي سره تائید کړه چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په ایران کښې د نظر وړ دوو (۲) ځایونو ته لاسرسی لرلی دی .