د کورونا په دوران کښې د ايران د سينما په ځلا سره وړومبنے فيسټيوال
(last modified Mon, 14 Sep 2020 10:41:18 GMT )
Sep 14, 2020 15:11 Asia/Kabul
  • د کورونا په دوران کښې د ايران د سينما په ځلا سره وړومبنے فيسټيوال

د ايران د سينما ځلا نومې خاص مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو،

د وينس فېلم فيسټيوال د نړۍ د ترټولو پخواني سينمائي فيسټيوال په عنوان سره اوه اويايمه دوره يې د کورونا بيمارۍ د خپرېدو باوجود د ستمبر له دويمې نه تر دولسمې ڼېټې پورې په فيزيکي توګه جوړه شوه. د ايران د سينما ډائرېکټر چې د انعام حاصلولو لپاره سټېج ته حاضر شو نو د «وينس فيسټيوال» له مديرانو څخه يې مننه وکړه چې په داسې سختو کورونائي حالاتو کښې يې دغه هنري غونډه جوړه کړه او سينما کښې يې يو ځل بيا سا وپوکله.

د وينس فېلم فيسټيوال په اوه اويايمه دوره کښې د مجيد مجيدي په ډائرېکټرۍ سره « خورشيد» نومې فېلم د ايران ډېر مهمه نمائندګي وکړه چې د اصلي سيالۍ په برخه کښې يې شتون پېدا کړ. د شهرام مکري په ډئرېکټرۍ سره «جنايت بې دقت» او او د احمد بهرامي جوړ کړې شوے « دشت خاموش» دوه نور ايراني فېلمونه وو چې د وينس فېلم فيسټيوال د افقونو په برخه کښې ومنلې شول.

خورشيد نومې فېلم د ماشومانو موضوع لري او مجيدي يې اصلي رولونه روح ا... زماني او شميلا شيرزاد دوو ماشومانو ته سپارلي دي.روح ا... زماني په خپلې ځلانده اېکټرۍ لپاره د وينس فيسيټيوال د نوظهور استعداد نومې انعام ترلاسه کړ. د وينس فيسټيوال د اصلي اختتاميې له شروع کېدو مخکښې خورشيد فېلم د جادوئي فانوس نومې انعام هم ترلاسه کړ.

د دغه انعام د ورکولو کلتوري اجتماعي ادارې په بيانيه کښې راغلي دي: خورشيد فېلم د ماشوم د تښتول شوې نړۍ وفادرانه روايت کوي. دغه فېلم د ماشومتوب د دنيا او لوے توب د دنيا ترمېنځ د تضاد په ښه ډول ښودنه کوي.دغه تضاد په روښانه توګه د دغو ماشومانو او هغې لارې په ذريعې سره چې په بالغو څېرو باندې بدليږي، ښودنه کوي. له دې نه لا مهمه دا چې د کارد ماشومانو د بدسرپرستۍ يا بدسرپرستۍ او د زدکړو نيشتوالے او د هغو چلندونو ځپونکي نظر وړاندې کول چې د دې سبب کيږي دغه ماشومان يو ډول له خپل ماشومتوبه بې برخې کيږي د پام وړ دي.

په دې لړ کښې د لوبې مسئلې ته چې په عادي حالت کښې د ماشومتوب  د برخې تعريفونکونکې ده او دلته مجبوراً د کار په لړۍ بدله شوې ده خاصه پاملرنه شوې ده. د دغه داستان د اوج ټکے د يو ډېر ښۀ ډائرېکټر په ذريعې سره ښه اجرا شوے دے چې تمرکز يې په جزئياتو باندې دے. د فېلم موسيقې يو ښه احساس رامنځته کوي بې له دې چې ځان مسلط کړي. پکار دے د اېکټرانو غېر معمولي اېکټرۍ ته اشاره اوشي چې په خارق العاده توګه احساسات بيانوي. د فېلم وروستۍ کاميابي حقيقت پسندانه ده کله چې د مدرسې په خالي فضاء کښې د مدرسۍ د ټالۍ غږ اورېدل کيږي.

د وينس فيسټيوال په اختتاميه کښې، مجيد مجيدي او شميلا شيرزاد د روح ا... زماني په ځاے چې کورونا يې وينس ته د سفر خنډ شوه صحنې ته لاړ. شيرزاد په وينس کښې وويل: زما او روح ا... په شان زمونږ ټولو ماشومانو په سړکونو دستفروشي وکړ. ما تر همدغه تېره يوکاله پورې دستفروشي کوله. له ښاغلي مجيدي مننه کوم چې زمونږ د خوبونو تعبير وګرځېد.

روح ا... زماني په هغه ويډيوئي پېغام کښې چې د وينس فيسټيوال لپاره لېږل شوے ؤ، د وينس فيسټيوال له مدير او د داورانو د ټيم له مشر او همدارنګ مجيدي څخه خاصه مننه وکړه چې د ژوند لار يې ورته په کلي توګه بدله کړه. هغه په دغه ويډيوئي پېغام کښې وويل چې د مزدورکارو  ماشومانو له مېنځه رابهر شو او هيله من يم چې يوه ورځ د نړۍ په هيڅ يو ځاے کښې هيڅ مزدورکارماشوم موجود نه وي او ټول امکانات او وسائل به ورته حاصل وي.

د هاليووډ ريپوټر نشريې منتقد ډېبورايانګ د خورشيد نومې سنيمائي فېلم په باره کښې په يو مضمون کښې وليکل: ايراني فېلمساز مجيد مجيدي د بې وزلو او ناوړه استعمالېدونکو ماشومانو د درد او رنځ په باره کښې له بصري او احساسي لحاظه د نړۍ ډېر حېرانونکوي او بوږنونکي  سينمائي فېلمونه جوړ کړي دي چې خورشيد نومې فېلم په هغو کښې يو ډېر غوره فېلم دے. د لارو کوڅو د هغو هلکانو داستان چې د يو کس لخوا د مزدورکارو ماشومانو د يوې خاصې  مدرسې د انګڼ د زمکې لاندې د يوې خزانې پېدا کولو لپاره ګمارل کيږي او د علي نومې يو دولس کلن هلک د داستان محور ګرځي. دغه فېلم د روان ميلادي کال په فرورۍ کښې د فجر فيلم اته دېرشم فيسټيوال کښې د ترټولو غوره فېلم انعام ترلاسه کړے ؤ.

يانګ په دوام کښې ليکلي دي: له دې مخکښې او په ۱۹۹۸ کال کښې د مجيدي بچه هاي آسمان نومې فېلم وړومبنے ايراني فېلم ؤ چې وکړې شول د اسکار سينمائي انعاماتو غېر انګريزي ژبې ترټولو غوره فېلمونو د برخې انعام لپاره نامزد شو. که څه هم خورشيد نومې فېلم بچه هاي آسمان فېلم په شان بصري تازګي نه لري

خو د مزدورکارو ماشومانو غندنه او د فقيرو کورنيو د ماشامونو لپاره  وړومبنيو دکړو ته نه لاسرسائي په پوره قوت سره په فېلم کښې ښودلې شوې ده.

د ورايټي لوړرتبه منتقد پټرډېبروګ په يوه ليکنه کښې چې د فېلم په باره کښې يې ليکلې ده کوشش کړے دے چې فېلم له لويديځو نمونو سره پرتله کړي او په دغه پرتله کښې يې هنري او مفهومي ارزښت وښئ.

مجيد مجيدي په وينس فيلم فيسټيوال کښې د خورشيد فېلم په رسانه اي غونډه کښې، د امريکې په سياستونو باندې په نيوکې سره په ايران او مېنځنے ختيځ په نورو هېوادونو کښې د اجتماعي مشکلاتو زياتېدل د امريکې د جنګ جوړونو او بنديزونو نتيجه وبلله. هغه همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د اقتصادي بنديزونو په لګولو کښې د امريکې په سياستونو او په دې لړ کښې په هغه څه چې د درملو بنديزونه نوميږي نيوکه وکړه او وې ويل:

همدا اوس چې زۀ له تاسو سره خبرې کوم مونږ په کورونائي حالت کښې شتون لروو چې يو ګډ نړيوال درد دے، زمونږ د هېواد يو مهم مشکل د درملو بنديزونه دي. په دغو سختو حالاتو کښې زمونږ هېواد ته درمل نه شي داخلېدې ځ:ه چې د امريکې له بنديزونو سره مخامخ يوو. څلوېښت کاله اوشول چې د ايران خلق د امريکې د غېر انساني بائيکاټونو په وجه په سختو حالاتو کښې ژوند کوي.

مجيدي تاکيد وکړ: له بلې خو زمونږ چاپېره هغه هېوادونهدي چې تل د جنګ په حال کښې دي، عراق، پاکستان، افغانستان او ترکيه وغېره ، مونږ له بحرانه په ډکه يوه سيمه کښې يوو چې له بده مرغه دغه بحرانونه هم له هرڅه زيات په ماشومانواو کورنيو تاثير کوي. بې وزله کورنۍ تل فقير او لا فقيريږي او دغو حالاو د ټولو ټولنو په تېره بيا زمونږ د هېواد لپاره يو لړ مشکلات رامنځته کړي دي.

د خورشيد نومې فېلم ډائرېکټر وويل، زمونږ يو ډېر لوے مشکل دا دے چې د هغو پراخو پولو په وجه چې له افغانستان سره يې لروو، د دغه هېواد ګڼ شمېر زيانمن شوي خلق په غېر قانوني توګه زمونږ هېواد ته راځي. رسمي شمېرنې د دريو او  څلورو ميلينو ترمېنځ دي خو زما په نظر غېر رسمي شمېر له دې نه ډېر زيات دے. له بلې خوا د عراق د جنګ په وجه له دغه هېواد څخه هم يو شمېر مهاجرين لروو. له بلې خوا پاکستان هم داسې شکل کښې دے.

دغه ټول هر څه  زمونږ د هېواد زيان مننې او له سترو مشکلاتو سره د مخامخېدنې سبب شوي دي.

هغه زياته کړه، يو بل ټکے چې په خورشيد فېلم کښې موجود دےاو غواړم ورباندې تاکيد وکړ، هغه ذمه وارۍ دی چې په هره ټولنه کښې موجودې دي کله کله د حکومت او قانون له ذمه واريو بالاتر وي. په دې فېلم کښې زما مسئله حکومتونه او دولتونه نه دي، بلکه وايم چې خلق پکار دے خپلې ذمه وارۍ قبولې کړي. ټولنه د يوې کورنۍ په شان وي او کله چې يوه کورنۍ زيانمنه شي نو د ټولې ټولنې د زيانمېدو په څېر وي. د ټولنې زيانونه هم زمونږ ټولو کورنيو ته داخليږي. د ذمه وارۍ قبلونې له نظره د خلق ‌ډېر جدي رول لري. خلق پکار دے مشارکت وکړي او مرسته وکړي چې دغه مشکل حل شي.

جنايت بې دقت نومې فېلم چې نسيم احمد پور او شهرام مکري يې داستان ليکلے او ډائرېکټر يې هم شهرام مکري دے د وينس په فيسټيوال کښې د خپلواکو منقتدانو له انجمن څخه د اورېجنل فېلمنامې ترټولو غوره انعام ترلاس کړ. شهرام مکري سږ کال د دويم ځل لپاره په وينس فېلم فيسټيوال کښې شتون ولرۀ او په اول ځل ماهي و ګربه نومې  سينمائي فېلم سره دغه فيسټيوال ته لاړ او وې کړې شول د وينس فيسټيوال د افقونو د برخې خاص انعام ترلاسه کړ.

جنايت بې دقت فېلم له سينما سره اړوند مضمون لري او د هغو تماشبينو لپاره دے چې په سينما کښې په پرده باندې د يو فېلم له شروع کېدو نه مخکښې يې په باره کښې خبرې کوي اود فېلم په شروع کېدو سره د هغوي داستان او د فېلم قصه يوه کيږي.

شهرام مکري په وينس فيسټيوال کښې په خپل وېنا کښې بنديزونه په ايران کښې د د سينماد ګډو توليد اصلي خنډونه وبلل. هغه چې په وينس فېلم فيسټيوال کښې سينمائي ګډ توليد په غونډه کښې يې خبرې کولې ايران د سينمائي فېلمونو د ګډ توليد لپاره د مينځني ختيځ ترټول جذاب هېواد وبلۀ. مکری همدارنګ د سينما په ډګر کښې د کار ارزان ځواک له سينما سره د خلقو مينه او له فېلمسازو ډلوسره د هغوي ملګرتيا، د ګډ سينمائي توليد لپاره د فېلم ښه او مناسب بازار، د اروپائي او امريکائي هېوادونو په نسبت په ايران کښې د فېلم د توليد زياته چټکتيا، د ګډ سينمائي توليداتو لپاره د ايران له ظرفيتونو و جذابيتونو څخه ذکر کړل.

دغه ډائرېکټر په دوام کښې وويل چې په ايران کښې له دغو ټولو مشکلاتو سره سره چې د ګډ توليد خنډ ګرځي وړومبنے مشکل اقتصادي او سياسي بنديزونه دي. بنديزونه د دې سبب کيږي چې مونږ  له دنيا سره ګډ مالي نظام ونه لروو، دا چې نه شو کولې له دنيا سره راکړه ورکړه وکړو يو مهم دليل دے چې ګډ توليد هم نه شوو لرلې، ځکه چې ګډ توليد يعنې ګډه پانګونه يعنې پېسه تګ راتګ ولري او د پېسې د تګ راتګ دغه چېنل بېنکونه دي او له دې امله چې بېنکونه تربائيکاټ لاندې دي او مالي راکړه ورکړه پکښې نه کيږي دغه مالي نقل او انتقال نه شي ترسره کولې.که څه هم داسې ښکاري بنديزونه ټاکل شوې ده بنديزونه په خاصو اهدافو ولګول شي، خو حقيقت دا دے چې بنديزونه په يو خاص هدف نه پاتې کيږي او بنديزونه د دې سبب کيږي په ټوله ټولنه کښې مرحله په مرحله او پوړۍ په پوړۍ د کساد کتونکي يوو او له هغو څخه يو په پانګونه کښې کساد دے.

د احمد بهرامي په ډائرېکټرۍ سره دشت خاموش نومې سينمائي فېلم په وينس کښې د ايران يو بل نمائنده فېلم ؤ چې د دغه فيسټيوال درې انعامونه ترلاسه کړل.د اېټاليا د ملي اتحاديې انعام چې د کار او د ژوند چاپېريال په موضوع سره فېلمونو سره تعلق پېدا کوي. فيپرشي انعام چې د سينما د منتقدانو نړيوال فيډريشن  يې ورکوي او افقونو د برخې د فېلم ټرولو غوره انعام دے. دشت خاموش د کار سخط حالات او د څو داسې کورنيو پېچلي انساني تعلقات بيانوي چې د کارګرۍ په يو چاپېريال کښې ژوند کي. په حقيقت کښې د کارګرانو او ټېکداراووترمېنځ د مسائلو په باره کښې يو فېلم دے او الته دا موضوع 

په يو سويه شکل نه ده روايت شوې. د کارګرانو د ژوند ترڅنګه يوه لږه عاشقانه قيصې دغه فېلم په يو د کتو وړ اثر باندې بدل کړے دے.

بهرامي چې په اختتاميه مراسمو کښې موجود نه ؤ يوويډيو لېږلے ؤ او پکښې يې د فيسټيوال د جوړونکو مننه کړې وه. هغه همدارنګ د ايران په خلاف په ظالمانه بنديزونو نيوکه وکړه او وې ويل: د ايران په خلاف دغه بنديزونه په حقيقت کښې ناعادلانه دي او يوازې په خلقو باندې څو برابره دباو راوړي او د نورو هېوادونو او نورو خلقو لپاره هيڅ ګټه نه لري بې له ټرمپه چې له دغو بنديزونو استفاده کوي.بنديزونه يوه سياسي مسئله ده او زمونږ د هېواد خلقو او بيمارانو سره څه تعلق نه لري خو زمونږ خلق له بنديزونو او د درملو له نيشتوالي رنځيږي.

 

ټیګونه