نن زورورتيا او بدمعاشۍ ته د نړيوالو د «نه« ويلو وخت دے
(last modified Wed, 23 Sep 2020 00:44:08 GMT )
Sep 23, 2020 05:14 Asia/Kabul
  • نن زورورتيا او بدمعاشۍ ته د نړيوالو د «نه« ويلو وخت دے

د ايران د اسلامي جموريت ولسمشر د دې په بيانولوسره چې امريکا نه شي کولې په مونږ خبرې اترې مسلطې کړي او نه جنګ، تاکيد وکړ، نن زورورۍ او بدمعاشۍ ت د نړيوال د «نه« ويلو وخت دے

ډاکټر روحاني بېګا په هغه وېنا کښې چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په پينځمه اويايمې کلنۍ غونډه کښې يې د ويډيو کانفرانس له لارې خپره شوه دې ته په اشارې سره چې د سلطې او خپل سرۍ وخت ختم شوے دے څرګنده کړه، د امنيت له شورا او د ۲۲۳۱ پرېکړليک څخه د امريکې اوزاري او غېرقانوني استفادې ته د امنيت د شورا دوه ځل پرېکنده «نه» ويل د ايران لپاره د نه ويلو يو کاميابي ده.

روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې له بنديزونو سره ژوند کول سخت دي خو له دې لا سخته چاره بغېر له خپلواکۍ ژوند کول دي، واضحه کړه، ايران د اېشيا په لويديځ کښې د ډېرې لرغونې ډېموکرېسۍ په توګه په خپلې ولسواکه وياړ کوي.

ولسمشر د دې په بيانولو سره چې ځينې د بشري حقوقو خبره کوي خو له زيات نه زيات دباو سره يې د ايرانيانو معيشت ‎، سلامت او حتی د ژوند تېرولو حق په نښه کړےدے، زياته کړه، خپله او لاس پوسي يې په فلسطين، افغانستان، يمن، سوريې، عراق، لبنان، لېبیا، سوډان او سوماليې چې څومره هم جنګ او نيواک دے نېغ په نېغه په اور لګول لګيا دي خو ايران د سيمې د خلقو د ارادې په وړاندې د خپلو حتمي ماتو ذمه وار بولي.

د ايران د اسلامي جموريت ولسمشر په  لويديځې اېشيا سيمې باندې د سلګونو ميليارډ ډالرو وسلو خرڅولو او د باروتو په انبار د سيمې بدلولو ته په اشارې سره وويل، امريکنيان پخه دروغو ايران د ايټمي وسلو د جوړولو لپاره په کوشش تورنوي ، په داسې حال کښې چې له ايټمي وسلې څخه د استفادې جرم يې د بشريت په تاريځ په خپل نوم ثبت کړےدے او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې له ايټمي وسله لرونکي يوازيني رژيم څخه ملاتړ کوي.

 

ټیګونه