د ايران جوړ له هوا نه په سطح ويشتونکي وړومبني راکټ مخکتنه
د ايران جوړ له هوا نه په سطح باندې ويشتونکي وړومبني راکټ مخکنته د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د هوافضا ځواک د سټراټيجکو توانمنيو په دائمي نندارتون کښې اوشوه.
فدک نومې اتيا ميلي ميټره راکټونه له هوا نه سطح باندې ويشتونکي وړومبني راکټونو په توګه په دغه نندارتون کښې د پاسدارانو د لښکر د هوا فضا ځواک د سوخو ۲۲ جنګي الوتکو ترڅنګه نندارې ته کېښودل شول.
فدک راکټونه تقريباً له دوو نه تر څلورو کيلوميټرو ويشتل او تقريبا له يولسو نه تر شپاړسو کيلوميټرو وزن لري او د الوت چټکتيا يې هم په يوه لحظه کښې تر اوه سوه ميټرو پورې ده.
له فدک راکټونو نه علاوه آذرخش نومې نوے توغندے او بم هم د پاسدارانو د لښکر سوخو دويشت نومې وسلو کښې ورزيات کړې شول.
همدارنګ تر اوه سوه کيلوميټرو پورې ويشتونکي د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر ذوالفقار بصير نومې سمندري بالېسټک توغندي مخکتنه هم په دغه نندارتون کښې اوشوه.