په قره باغ کښې د ښکیلو لورو لهخوا لس توغندي د ایران په خاوره لګیدلې دي
دغه راکټونه په غیرمسکوني سیمې او کروندو باندې لګیدلې دي او له نیکه مرغه یې د سر تاوان نه دی اړولې.
د ایران په شمال لویدیځ کښې د (خدا آفرین) ولسوالۍ ولسوال په قره باغ کښې د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت د پوځي ځواکونو د نښتې په دوام کښې، د ایران په شمال لویدیځ کښې په سرحدي سیمو باندې د هاوان د لسو مرمیو د لګیدو خبر ورکړې دی.
علي امیري راد پرون په یوه مرکه کښې څرګنده کړه: دغه راکټونه په غیرمسکوني سیمې او کروندو باندې لګیدلې دي او له نیکه مرغه یې د سر تاوان نه دی اړولې.
هغه هم داشان وویل چې د آذربایجان جمهوریت او آرمینیا ترمینځ د نښتو له پیلیدو راهیسې د ایران په خدا آفرین ولسوالۍ باندې له دیرشو زیات راکټونه لګیدلې دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم پرون د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت ترمینځ د وروستیو نښتو په بهیر کې د ایران په خاورې د ځینو شویو تیریو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: په سرحدی سیمو کی خوځښتونه د اسلامی ایران له لوری په جدی توګه او په پوره حساسیت سره تعقیبیږي او د هر لوري له خوا د ایران په خاورې باندې تیرې به د زغملو وړ نه وي.