سعید خطِب زاده:
د امريکې واکداران د ايران په وړاندې له تاريخي ماتې سره مخامخ شوي دي
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د دې په بيانولو سره چې د امريکې واکداران د ايران په وړاندې له تاريخي ماتې سره مخامخ شوي دي تاکيد وکړ، په دغه ماتې باندې د امريکنيانو رسمي اعتراف ته زيات وخت نه دے پاتے.
سعيد خطيب زاده نن له يو ريډيوئي پروګرام سره په مرکه کښې په دې باندې په تاکيد سره چېد امريکې په چلند کښې ماتې پوره څرګنده ده وويل، امريکې ايران ته د ماتې ورکولو لپاره خپل ټول توان ترسره کړے دے خو تهران اجازه نه ده ورکړې چې هغوي حتي د ډېرې لږې کاميابۍ احسان وکړي.
خطيب زاده همدارنګ د درملو په برخه کښې د ايران په خلاف د امريکې بنديزونو ته په اشارې سره واضحه کړه، د ايران د درملو بائيکاټ د بشريت په خلاف جنايت دے او په ايران کښې ټول شرکتونه او ذمه وارې ادارې په خپل ټول قوت سره کار کوي چې د درملو په توليدولو سره کورنۍ اړتياوې پوره کړي.
خطيب زاده همدارګ د ايران د خلقو په اړه د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي سپکاوي ته په اشارې سره وويل، په نړيوال سياست کښې د ټرمپ چلندونه مثال او نمونه نه لري خو ايراني ادب او کلتور مونږ ته اجازه نه راکوي چې د هغه توهين ته په هم هغې بې ادبۍ سره ځواب ورکړوو.
هغه واضحه کړه چې د ټرمپ لخوا د ايران د خلقو سپکاوے د هغه د ويرې په وجه دے.