له کرونا سره پر مبارزې دامریکاد ظالمانه بندیزونو سیوری
د بندیزونو له امله ویجاړیدونکي اغیزې، پر درملیزو بندیزونو سربیره، نورې روغتیائي برخې او درملنې له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي . دغه اقدامات پر حیات، پرسلامتیا دحق او روغتیائي امکاناتو ته د لاسرسي د حق او دغه راز پر خواړو او درملو د حق په څير دبنیادي انساني حقوقو څرګنده خلاف ورزي ګڼل کیږي .
یواړخیز او غیر قانونی بندیزونه د امریکا د بهرني سیاست په یوه آوزار بدل شوي دي .د کرونائي بحران په زیاتیدا سره ، دامریکا بندیزونه دغه ډګر ته هم غزیدلی دي . امریکا مدعي ده د ایران په ضد بندیزونه ، دغه هیواد ته د درملو او طبی او درملیزو تجهیزاتو په څير د انسان دوستۍ د شیانو د صادراتو خنډ نه دي . له دغې ادعا سره سره ، د بندیزونو له امله محدودیّتونه ، له ایرانه د اسعارو په واردیدو او ویستلو کې د مشکلاتو او د بانکي او تجارتي مبادلاتو بندون ته د رسیدا لامل شوي دي چې په دې پسې د درملو د واردولو او یا د دوي د لومړنیو موادو تامینیدا ئې له اساسی محدودیَتونو او مشکلاتو سره مخامخ کړې ده .
د امریکا د بندیزونو له اقداماتو سره سره،د کرونا ویروس دخوریدا په لومړنیو میاشتو کې د مصنوعی تنفس د آلو او دمحافظت کونکو تجهیزاتو پشمول پشمول د طبي ضرورتونو او د درملو دکمښت مشکلاتوله کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د درملنې نظام له مشکلاتو سره مخ کړ. له بندیزونو سره سره ، البته ایران له کرونا ویروس سره په مقابلې کې اوڅاره بریالیتوبونه هم ترلاسه کړي دي .
د ایران د روغتیائي چارو وزیر سعید نمکي پرون په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي ، ایران د امریکا پر ظالمانه بندیزونو سربیره ، له کرونا ویروس سره هم جنګیږي او نړیوال پوه شوي دي ،ایران په دغو شرائطو کې څومره عظمتونه ترلاسه کړي دي .
سعید نمکي ددې خبرې په کولو سره چې په دکروناویروس دخوریدا په لومړنیو پنځوسو ورځو کې او د امریکا له ظالمانه بندیزونو سره سره د ایران پیټروکیمیکل پوه بنسټه شرکتونو داسې مواد تولید کړل چې د طبی عملې قالی او ماسکونه ورځيني برابریدلی شي ، وئيلی دي ، په دغې مودې کې ایران توانیدلی د خپل ضرورت پر تامینولو سربیره نورو هیوادونو ته هم درملیز او طبي تجهیزات صادر کړي .
دایران د روغتیائي چارو وزیر سعید نمکي همداراز د روغتیا دنړیوالې ادارې د ختیخي مدیترانې سیمې د روغتیائي چارو د وزیرانو په اوه شپیتمې غونډې کې چې د دوشنبې په ورځې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره شوي ، په دې زمینې کې دامریکا کارړنګونې ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ،ځینو هیوادونو د ایران لپاره د آنفلوینزا واکسن د وارداتو لپاره ډیر مشکلات رامینځةکړي دي . او د بیّو پر زیاتیدا سربیره ئې ، ددغه واکسن د وارداتو لپاره یوشمیر خنډونه هم شته .
اوس ایران د کرونا ویروس دخوریدا له دریمې مرحلې سره لاس او ګریوان شوی او دایران دپوځ اوسپاه پاسدارانو پشمول درست اورګانونه په ټولو ظرفیَتونو سره ډګر ته راوتلي دي .
د بندیزونو له امله ویجاړیدونکي اغیزې، پر درملیزو بندیزونو سربیره، نورې روغتیائي برخې او درملنې له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي . دغه اقدامات پر حیات، پرسلامتیا دحق او روغتیائي امکاناتو ته د لاسرسي د حق او دغه راز پر خواړو او درملو د حق په څير دبنیادي انساني حقوقو څرګنده خلاف ورزي ګڼل کیږي .د بشری حقوقو په ډيرو او لازم الاجرا سندونوکې پر دغو موردونو ډير ټينګار شوی دی . غیر قانوني او ظالمانه بندیزونه په تبیره بیا د یوې خوریدونکي او مرګوني ناروغۍ د پراختیا په وخت دغه شان بندیزونه ، هماغه ډول چې د روغتیائي چارو وزیر هم وئيلي دي ، د نسل کُشۍیوه نښه ده . دامریکا دغه ا قدام دومره رذیل او پَست دی چې د ملګروملتو د انساني حقوقو لوړکمیشنر هم د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ پر واقعیّتونو له سترګو پټولو سره سره ،د یران د ملت په ضد یو ډول په طبي ترهه ګرۍ اعتراف کړی دی . امریکا ، البته هماغه شان ، په شدت سره پر هغو حکومتونو او ملتونو باندې د دباؤ د اعمالولو لپاره له بندیزونوڅخه په آوزاري استفادې پسې ده چې د سپينې ماڼۍ له یواړخیزو سیاستونو څخه پيروي نه کوي .