د امريکې ولسمشران له ايران څخه د يوې انتخاباتي حربې په توګه استفاده کوي
(last modified Wed, 14 Oct 2020 23:57:28 GMT )
Oct 15, 2020 04:27 Asia/Kabul
  • د امريکې ولسمشران له ايران څخه د يوې انتخاباتي حربې په توګه استفاده کوي

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د امريکې ولسمشران له ايران څخه د يوې انتخاباتي جربې په توګه استفاده کوي.

سعيد خطيب زاده پرون په يو ټوئيټ کښې دې ته په اشارې سره چې د امريکې ولسمشران مودې اوشوې له ايران څخه د يوې انتخاباتي حربې په توګه استفاده کوي وليکل، د امريکې د زوال د يوې نوې مرحلې کتونکي يوو.

هغه زياته کړه، ډونالډ ټرمپ يوه ورځ د تهران لخوا د تماس په اړه د خپلو چټي خوشخياليو خبره کوي او بله ورځ د يوې ترهه ګرې ډلې د جعلي حساب د يوې بې بنيادې دسيسې نظريات خپروي.

د امريکې ولسمشر په دې وروستيو کښې يو ټوئيټ دوباره خپور کړ چې د هغه له مخې د لېبيا د بنغازي د ۲۰۱۲ کال په حمله کښې څلور امريکنيان ووژل شول چې د امريکې د خاصو ځواکونو په توئې شوې وينې او دې حقيقت باندې چې اسامه بن لادن لا ژوندے دے پرده واچوي.

د ايران د خارجه وزرات وياند واضحه کړه: ډونالډ ټرمپ غواړي به ټوئيټ کولو سره د امريکې تللے عظمت بېرته راوګرځوي.

 

ټیګونه