د ايران او افغانستان د اقتصادي ملګرتياو د ګډ کمېشن شپږمه غونډه زر جوړيږي
(last modified Mon, 19 Oct 2020 06:50:59 GMT )
Oct 19, 2020 11:20 Asia/Kabul
  • د ايران او افغانستان د اقتصادي ملګرتياو د ګډ کمېشن شپږمه غونډه زر جوړيږي

د ايران د ځواک وزير په نزدې راتلونکي کښې په کابل کښې د ايران او افغانستان ترمېنځ د اقتصادي ملګرتياو د ګډ کمېشن د شپږمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.

رضا اردکانيان نن له اېرنا سره په مرکه کښې وويل: د هرات، خواف رېل پټلۍ له جوړولو، له ګمرکي ملګرتياو او له پوله ايزو بازارګوټو سره اړوند مسائل او همدارنګ له انرجۍ سره متعلق مسائل به د ايران  او افغانستان د اقتصادي ملګرتياو د ګد کمېشن په شپږمه غونډه کښې وڅېړل شي.

اردکانيان همدارنګ د دې په بيانولو سره چې د ايران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمېشن ذمه واري د ايران د کابينې د مصوبې له مخې د څواک وزارت ته سپارلې شوې ده، وويل، په دې بنياد يو لړ فعاليتونه شروع شوی دي چې له هغو څخه يو د برېښنا او مخابراتو وړومبنے تخصصي نندارتون ؤ چې له اوياو نه د زياتو شرکتونو په ګډون سره په کابل کښې جوړ شو او ښۀ هرکلے يې اوشو.

افغانستان او ايران په مختلفو سياسي، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري برخو کښې له يو بل سره نزدې او دوستانه تعلقات لري او د ايران حکومت په تېرو کلونو کښې په مختلفو ډګرونو کښې له افغان حکومت سره ملګرتياو کړې  دي چې ترټولومهمه يې د هرات- خواف د رېلوےلاښن پروژه ده.

افغان چارواکو په دې وروستيو کښې وويل، په راتلونکې مياشت کښې به د هرات – خواف رېلوے لائن پرانېسته اوشي چې د دغه رېلوے لائن په شروع کېدو سره به د ايران او افغانستان په تجارتي تعلقاتو کښې ستر بدلون رامنځته شي.

 

ټیګونه