عبدالله عبدالله:
د ايران او افغانستان ترمېنځ د زياتو ملګرتياو زمينې موجودې دي
د افغانستان د ملي مصالحت عالي شورا مشر د ايران او افغانستان ترمېنځ د تقريباً درې ميليارډ ډالری تجارتي تبادلې ته په اشارې سره وويل، د دواړو هېوادونو ترمېنځ د زياتو ملګرتياو زمينې موجودې دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله بېګا د ايران له دويم ټي وي چېنل سره په خاصې خبري مرکه کښې په خاصه توګه په وروستيو شلو کلونو کښې د دواړو هېوادونو تاريخي تعلقاتو ته په اشارې سره وويل، ايران د آبادونې په ځينو منصوبو کښې مرسته کړې او د کلتوري په شمول په زياترو برخو کښې ملګرتياوې زياتې شوې دي او دغه ملګرتياوې هم هغه شان دوام لري.
عبدالله د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په لکونو افغانانو زدکړې حاصلې کړې او خپل هېواد ته ستانه شول زياته کړه، د دواړو هېوادونو په خصوصي برخو کښې تعلقات او پانګونې رامنځته شوي دي او د افغانستان په دننه کښې د ايراني خصوصي شرکتونو فعاليت دوام لري.
د افغانستان د ملي مصاحلت د عالي شورا مشر په دوام کښې د خپل هېواد کورنيو جنګونوته په اشارې سره واضحه کړه، د افغانستان خلق له جنګ جګړو ستړی شوي دي.
هغه د دې په بيانولو سره چې پکار دے په عمل کښې وښيوو چې د صلحې له موضوع سره دلچسپي لروو دا خبره په ګوته کړه چې افغان حکومت د خبرو اترو لپاره ضروري چمتووالے لري خو طالب ډلې تر اوسه موافقت نه دے کړے و کابل هيله من دے چې د تاوتريخوالي د کمښت د موضوع پرمختګ دې د افغان ولس لپاره محسوسېدونکے ويځکه چې د صلحې د رامنځته کېدل د دغه هېواد د خلقو اصلي غوښتنه ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله د درې ورځني سفر او د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا او د افغاستان د صلحې او ثبات د لارو چارو په باره کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له لوړ رتبه چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره پرون تهران ته راغے.