سعيد خطيب زاده:
پومپئو هم باور لري چې د امريکې يو اړخيز بنديزونه کامياب نه دي
د ايران د خارجه وزارت وياند د هغو هېوادونو د بائيکاټ په اړه چې له ايران سره د وسلې تجارت وکړي د امريکې د خارجه وزير د وروستيو ادعاګانو په باره کښې وويل، مائک پومپئو هم باور لري چې د امريکې يواړخيز بنديزونه کامياب نه ؤ او نه دي.
سعيد خطيب زاده نن په خبري ناسته کښې د وسلو په بازار کښې د ايران د شتون د څه رنګوالي په باره کښې د يوې پوښتنې په ځواب کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د وسلو د بنديزونو له ختمېدو سره په يو وخت د وسلو اخېستلو ته ضرورت نه لري ځکه له خلقو څخه يې قدرت اخلي او په دې اړه د تهران سياست ذمه وارانه دے.
خطيب زاده همدارنګ له ايران سره د د خبرو اترو په باره کښې د ډونالډ ټرمپ د ادعا او د خبرو اترو د لا سختېدو په باره کښې دا خبره په ګوته کړه، تر هغه چې امريکه دې عقلانيت ته ونه رسي چې د ايران په خلاف يې سياستونو ماتې خوړلې ده، څه فرق نه رامنځته کوي، البته دغه ډول زياتره ادعاګانې د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د کورني استعمال لپاره مطرح کيږي.
د ايران د خارجه وزارت وياند په دوام کښې تهران ته د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا د مشر عبدا.. عبدا.. سفر ته په اشارې سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت آباد، خپلواکه او ترقيافته افغانستان د ټولې سيمې په ګټه بولي او په دې لړ کښې تهران تهران د افغان حکومت، مختلفو ډلو او طالبانو په شمول د افغانانو ترمېنځ له خبرو اترو سره موثره مرسته کولې شي.