د ولايت د حريم سرښيندونکو د ايران په مرکز کښې فوځي مشقونه شروع کړل
(last modified Mon, 02 Nov 2020 07:13:39 GMT )
Nov 02, 2020 11:43 Asia/Kabul
  • د ولايت د حريم سرښيندونکو د ايران په مرکز کښې فوځي مشقونه شروع کړل

د ولايت د حريم سرښيندونکو د هوائي اقتدار د مشقونو نهم عملياتي فاز او اصلي مرحله د يا صادق آل محمد (ع) په مقدس نوم سره د ايران په مرکزي اصفهان کښې شروع شول.

د دغو مشقونو وياند جنرل فرهاد ګودرزي نن په دغو مشقونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د هوائي ځواک په اوو اډو کښې حاضرېدو ته په اشارې سره وويل: د ښکاري، بم غورزونکو، درنو او نيمو درنو ټرانسپورټي، سونګ رسونکو، مخنيونکو او پېژندونکو ښکاري او هوائي ګشت کونکو الوتکو او ډرونو الوتکو له پراختيا نه پس به په دوو ورځو کښې له نويو ټاکټيکونو څخه په استفادې سره د فرضي دښمن له يرغل سره د مقابلې د طريقو مشقونه اوشي.

جنرل ګودرزي زياته کړه د ولايت د حريم د سرښيندونکو هوائي اقتدار، له نښه ويشتونکو او هوشمندو مهماتو څخه په استفادط سره بيمارۍ، د هوائي جنګ مشقونه، د هوائي  اهدافو تباه کول، د هوائي منظمو او متنوعو تاکتيکي بمباريوعمليات ترسره کول، هوائي پېژندنه او الېکټرانيکي اورېدنه، اهدافو د بمبارولو، پېژندلو او تصوير  اخېستلو  لپاره له ډرون الوتکو استفاده او د تجرباتو د منتقلولو لپاره د مخکښو په ملتيا له ځوانو کارکنانو څخه ګټه اوچتول د دغو مشقونوځينې اهداف دي.

 

ټیګونه