د لړم ۱۳ له نړیوال استکبار سره د مبارزې بیلګه ده
زمونږ خبریال وايي نن د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر دمیاشتې دریمه (۳) او د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دیارلسمه (۱۳) نیټه ده چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ ده .
یوڅلویښت (۴۱) کاله مخکې د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) چې د نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال د نوامبر د میاشتې دریمه(۳) نیټه وه د ایران محصیلینو د اسلامي انقلاب پرضد د امریکا په ډیرو دسیسو باندې اعتراض کښې په تهران کښې د امریکا د جاسوسۍ ځاله (سفارت) ونیوله .
د لړم د میاشتې دیارلسمه (۱۳) نیټه د ایران د اسلامي انقلاب د تاریخ په دریو (۳) مهمو پړاونو کښې د دریو (۳) مهمو پیښو یادونه کوي .
په دغو دریو (۳) مهمو پیښو کښې د ۱۳۴۳ هجري لمریز کال یعني د ۱۹۶۴ میلادي کال د نوامبر د میاشتې په څلورمه (۴) نیټه ترکیې ته د حضرت امام خمیني رح جلاوطن کیدل ، د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال یعني د ۱۹۷۸ میلادي کال د نوامبر د میاشتې په څلورمه (۴) نیټه د پهلوي رژیم لخوا د محصیلینو د وژل او د ایران د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د لارې د محصیلینو لخوا په تهران کښې د امریکا د جاسوسۍ د ځالې نیول وو کوم چې د ایران د ملت له استکبار سره د مبارزې په بهیر کښې د بدلون پیچومي دي .
د اسلامي ایران خلک هر کال د دغه ورځ په مناسبت په پرتمینه مظاهرو او لاریونونو کښې په ګډون کولو سره خپل اسلامي انسجام او ملي وحدت نندرې ته وړاندې کوي او د اسلامي انقلاب پیغام چې خپلواکۍ ، ازادۍ ، جمهوري اسلامي او له اسکتبار سره مبارزه ده د دنیا د خلکو غوږونو ته رسوي .
روان کال د کرونا ویروس د خپریدا په دلیل د لړم د میاشتې د دیارلسمې (۱۳) نیټې د لمانځلو دستورې د اینټرنیټ له لارې ترسره کیږي .