د ایران ملت له استکبار سره په مبارزې کښې جدي دی
(last modified Tue, 03 Nov 2020 08:50:07 GMT )
Nov 03, 2020 13:20 Asia/Kabul
  • د ایران ملت له استکبار سره په مبارزې کښې جدي دی

زمونږ خبریال وايي د ایران دفاع وزارت د لړم د میاشتې د دیارلسمې (۱۳) نیټې په مناسبت یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل له استکبار سره مبارزه او د ملتونو له هرډول ویرولو او زور ویلو سره مقابله د ایران د اسلامي انقلاب له وجودې فلسفې سره نه شلیدونکي اړیکه لري .

د ایران دفاع وزارت ټینګار وکړ د ایران ملت د امریکا د جاسوسۍ د ځالې په نیولو سره نه یوازې فتنه له مینځه یوړله بلکې ثابته یې کړه چې له استکبار او د دوې له ملګرو سره په مبارزې کښې جدي اراده لري .

د ایران د دفاع وزارت بیانیه زیاتوي نن د اسلامي ایران د ازادي غواړي او ستر ملت پرضد د ظالمانه او سختو بایکاټونو ، بدمعاشۍ ، جنایت ، ظلم او د زوروینې د څه دپاسه څلویښتو (۴۰) کلونو له تیریدا وروسته د امریکا د جاسوسۍ د ځالې د نیولو د ضرورت څرنګوالی یوځل بیا ښکاره او  معلوم شوی دی  .

دغه بیانیه وايي بې شکه د ایران د ملت پرضد په دښمنۍ کښې د امریکا له ستراتيژیکو بدلونونو سره سره له بل هر وخت څخه زیات ثابته شوه چې د امریکا سیمه ییزو سلطه غواړو او یواړخیزه سیاستونو ماتی خوړلي ده او  د سپینې ماڼۍ تور زړي او وهم لرونکي مشران د اسلامي ایران د صبرناک او د ستر ملت د تسلیمولو لپاره بل انتخاب نلري .

 

ټیګونه