د ایران خلاف د پلان شوي اطلاعاتي ضده او رواني جنګ په هکله د ظریف څرګندونې
د ایران خارجه وزیر د خپل هیواد خلاف د امریکې، صهیونیسټي رژيم او سعودي عربستان له خوا د پلان شوي جنګ په هکله خبردارې ورکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په خپلې انسټاګرام پاڼې باندې، لویدیځې آسیا ته د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو وارخطا سفرونه، په عربستان کښې یې درې اړخیزه کتنه او د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو بیانیې د ایران خلاف د ظالمانه بندیزونو د ختمیدو لپاره د رامینځته شوې فضا له مینځه وړلو او د شخړې جوړولو لپاره د هلوځلو نښې وبللې.
محمد جواد ظریف بیګا په خپل انسټاګرام اکاؤنټ کښې د دوو ګرافونو په وړاندې کولو سره د ایران خلاف د استخباراتي او نفسیاتي جنګ په هکله وضاحت ورکړ او ویې ویل: د ایران د میړني ولس خلاف د زیات نه زیات دباؤ د ماته خوړلي سیاست بنسټګران او ملاتړي نن سبا هڅه کوي چې د ټرمپ د رژيم له دې وروستیو ورځو څخه د ظالمانه بندیزونو د لغوه کیدو لپاره د رامینځته شویو حالاتو د ختمولو او شخړې جوړولو په موخه کار واخلي.
ښاغلي ظریف د ایران د ایټمي او دفاعي پوهاند شهید محسن فخري زاده ټرور ته په اشارې سره زیاتوي: له دغه ترهګر اقدام سره هم مهاله د هم دغه شیطاني چورلیز له خوا پلان شوې اطلاعاتي ضده او نفسیاتي جنګ پیل شو، په دې عبث تمه چې د شخړې جوړونې لپاره د پمپئو، نتانیاهو او محمد بن سلمان پلید پروګرام بشپړ شي.