په ایران کې نور ۳۲۳ کسان دکرونا قرباني شول
(last modified Tue, 08 Dec 2020 11:53:59 GMT )
Dec 08, 2020 16:23 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور ۳۲۳ کسان دکرونا قرباني شول

په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کروناویروس دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه اته شپیته میلیون کسانو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون پنځه لکه دوه پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو اوه څلویښت میلیون کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 زمونږ  خبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي  چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن  په هیواد کې په کروناویروس دککړو کسانو د شمیر په بیانولو سره وئیلي دي ،  په تیرو شواروز کې  په ایران کې نور څه دپاسه  یولس زره کسان په کرونا ویروس ککړ شوي او  دغه راز په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه درې سوه درویشت  ککړ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی له دوي سره په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو ټول سمیر پنځوس زره نهه سوه اولس تنو ته زیات شوی دی .

Image Caption

 هغې همداراز ووئيل تردې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس  دککړو کسانو شمیر یو میلیون  دوه شپیته زره څلورو سوو تنو ته زیات شوی چې له دوي  کابو اوه لکه څلورپنځوس زره  دوه سوه شل تنه په  درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

ټیګونه