د ایران د چابهار بندر د څو اړخیزه موافقې روښانه افق :-
(last modified Mon, 14 Dec 2020 09:41:32 GMT )
Dec 14, 2020 14:11 Asia/Kabul
  • د ایران د چابهار بندر د څو اړخیزه موافقې روښانه افق :-

له سیمه ییزو ظرفیتونو استفاده د څو اړخیزه ملګرتیاو لپاره یوه(۱) تر ټولو اغیزشیندونکي روده ده چې په پراختیا او پرمختګ کښې مهم رول لوبوي .

په همدې لړ کښې د چابهار له سټراټیژیک بندر څخه د استفادې په هکله  د ایران د هندوستان او د ازبکستان د کاري ډلې ګډه غونډه نن د اینټرنیټ له لارې ترسره کیږي .

د دغه درې (۳) اړخیزه غونډې په هکله د هندوستان د خارجه وزارت بیانیه له دې یوه (۱) ورځ وروسته خپره شوه چې د ازبکستان ولسمشر «شوکت میر ضیایف» د دسمبر د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره د اینټرنیټ له لارې غونډې کښې د چابهار بندر په هکله له ایران سره د درې اړخیزه غونډې د ترسره کیدا پرضرورت ټینګار کړی و .

د ایران چابهار بندر تل د سیمې په سیاسي او اقتصادي اړیکو کښې له سټراتيژیک اهمیت څخه برخور دی .

له جیو پولیټیک نظره چابهار په ایران کښې یوازنی اوقیانوسي بندر دی چې د عمان سمندر او د فارس خلیج په څنډه کښې یوه(۱) مهمه سیمه ګڼل کیږي او د شمال او جنوب کوریډور له ډیر مهم او  سټراټیژیک مقام څخه برخور دی .

د چابهار د درې اړخیزه موافقې سټراټيژیک اهمیت په دوه زره شپاړسم(۲۰۱۶) میلادي کال کښې د دغه موافقې د لاسلیک کیدا د څلورو(۴) کلونو له تیریدا وروسته اوس ښکاره شوی دی .

د چابهار له درې اړخیزه موافقې سره د یوځای کیدا لپاره د ازبکستان هرکلی او د سیمې د نورو هیوادونو دلچسپۍ په دې زمینه کښې د دغه ملګرتیا د راتلونکي لپاره روښانه افق انځور کړی دی .

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په چابهار بندر کښې د هند د فعالیتونو په هکله په یوه(۱) راپور کښې د چابهار بندر په یوه(۱) ټرمینال کښې د نوي ډیلي پانګونې ته په اشارې سره ولیکل امریکا افغانستان ته د شیانو په انتقالولو کښې د ایران د چابهار بندر د اهمیت په دلیل مجبوره شوه دغه سټراټيژیکه پروژه د خپلو بایکاټونو له اعمالیدا څخه مستثنی کړي .

په حقیقت کښې متقابلې اړتیاوې او اړوندوالي هغه ټکی دی چې د چابهار د مهم بندر د پراختیا او د رونق ضرورت نور پسې زیاتوي اوبایکاټ بې معنا کوي .

د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي د چابهار بندر د درې اړخیزه موافقې د لاسلیک کولو په مراسمو کښې د ستر شاعر حافظ شیرازي د شعر په لوستلو سره ډاګینه کړه د جداۍ شپې او ورځې  ختمې شوي دي او زمونږ دوستۍ به د تل لپاره دوام ولري .

د هندوستان لومړي وزیر وویل د چابهار بندر د درې(۳) اړخیزه کوریډور د کار د پیلیدا تړون د دغه سیمې حالت بدلولی شي او دغه بندر په دغه سیمه کښې د نوي لارې د رامینځته کولو بنسټ کیښودونکی دی او دغه کوریډور دغه راز کولای شي په ټوله سیمه کښې اقتصادي خنډونه له مینځه یوسي .

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر اشرف غني هم ټینګار وکړ په سیمه کښې د ځینو هیوادونو صادرات ترهګرۍ ده او زمونږ د دریو (۳) هیوادونو صادرات  باور رامینځته کول ، ګډه ملګرتیا او په سیمه کښې د ثبات او د خلکو د هوساینې په لاره کښې له موجودو فرصتونو استفاده کول دي او زمونږ پیغام دا دی چې د سیمې ټول هیوادونه باید په دغه ملګرتیا کښې ګډون وکړي .

د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو اقتصادي پرمختګ ،ثبات او امنیت خپل پرمختګ ګڼي له دې کبله ایران چمتو دی د سیمې د مواصلاتي لویو لارو او د انرژۍ د یوه(۱) بډایه مرکز په توګه له خپلو ظرفیتونو په استفادې کولو سره د شیانو د ټرانزیټ او د انرژۍ د انتقال او د صادراتو په شمول د ګډو اقتصادي هدفونو له پرمخ بیولوسره مرسته وکړي .

په دغه رغنده حرکت کښې د شمال او د جنوب د کوریډور د رونق لپاره د چابهار بندر له ظرفیت څخه ګټه پورته کول داسې فرصتونه دي چې د پام او د استفادې وړ کیدلی شي .

 

ټیګونه