د ايران بائيکاټ کونکو ته د روحاني سپارښتنه:
ماتې خوړلې پاليسي مو د تاريخ موزيم ته وسپارئ
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر هغو ټولوکسانوته چې د بنديزونو په شان اقداماتو سره د اسلامي جمهوريت ماتې غواړي سپارښتنه وکړه، د تل لپاره دغه غلطه او ماتې خوړلې پاليسي مو د تاريخ موزيم ته وسپارئ.
ولسمشر حسن روحاني نن د حکومت د اقتصادي غږملتيا د کمېټۍ په غونډه کښې د دوو مهمو او ټاکونکو واقعيتونو په توګه د ايران اقتدار او اقتصادي توان ته په اشارې سره وويل، که څه هم اقتصادي جنګ د خلقو د معيشت په شمول زيات زيانونه او تاوانونه ورسول خو نن بنديز لګونکي او جنګ غوښتونکي چې د ايران اقتصادي دړې وړې کېدل يې په لنډه موده کښې اټکلول په داسې حال کښې له سپينې ماڼۍ ځي چې د ايران ملت په يو نابرابره اقتصادي جنګ کښې سرلوړے، کامياب او له مخکې زيات قدرتمن ټينګ ولاړ دے.
ډاکټر روحاني د دې په بيانولو سره چې د تهران په خلاف د ډونالډ ټرمپ د هر اړخيز اقتصادي جنګ او د بنديزونو د دباو په وړاندې د ايران د ملت مقاومت او ټينګ اودرېدنې نړۍ او د ايران بد غوښتونکو ته يو لړ ستر حقائق وښودل، زياته کړه، ټرمپ د ايران د اسلامي جمهوريت ظرفيتونه او د توانمنيو حقائق هډو ونه پېژندل د خپلو توهماتو په بنياد يې اقدام وکړ.