د شهيد سليماني لور:
د بائيډن او ټرمپ ترمېنځ هيڅ فرق نشته
د شهيد جنرل قاسم سلېماني لور وويل: د ايران خلق د امريکې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد د منتخت ولسمشر جوبائيډن ترمېنځ د هيڅ فرق قائل نه دي.
مېرمن زېنب سلېماني له راشاټوډې خبري چېنل سره په مرکه کښې چې پرون خپره شوه د دې په بيانولو سره چې ټرمپ او بائيډن يوشان دي او له يو سياست څخه پېروي کوي واضحه کړه، ټرمپ زما د پلار د قتل حکم جاري کړ او بائيډن هم يې ملاتړ وکړ نو ځکه د دغو دواړو ترمېنځ هيڅ فرق نشته.
مېرمن زېنب سلېماني زياته کړه، بائيډن د داعش ترهه ګرې ډلې په رامنځته کولو کښې د امريکې له پخواني ولسمشر باراک اوباما سره يوشان عقيده لرله.
د شهيد سلېماني لور په دوام کښې له داعشي ترهه ګرو سره په مقابله کښې د خپل پلار سرښيندنو ته په اشارې سره وويل، شهيد سلېماني د ټولو خلقو لپاره له ترهه ګرو سره وجنګېد، نه يوازې د يمن، سوريې، لبنان، ايران او عراق لپاره بلکه د ټولو لپاره وجنګېد.
هغې همدارنګ يادونه وکړه چې زما د پلار له شهيدولو وروسته امريکنيانو خيال کوۀ چې هر څه به په ټپه اودريږي، دوي ډېره تېروتنه کوي چې د جنرل قاسم سلېماني په ختمولو سره به هرڅه ختم شي دا ايله د لارې شروع ده.