پمپئو بیا هم د ایران په هکله په ذهني وسواس اخته شوی دی
(last modified Sun, 20 Dec 2020 01:18:54 GMT )
Dec 20, 2020 05:48 Asia/Kabul
  • پمپئو بیا هم د ایران په هکله په ذهني وسواس اخته شوی دی

د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د ادعا په ځواب کښې ټینګار وکړ چې پمپئو بیا هم د ایران په هکله له ذهني وسواس سره مخامخ شوی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د ادعا په ځواب کښې ټینګار وکړ چې پمپئو بیا هم د ایران په هکله له ذهني وسواس سره مخامخ شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په یو ټویټ کښې مایک پمپئو ته په خطاب کښې لیکلي دي چې ستاسو د دروغجن، دوکه باز او غل حکومت پړاؤ په ختمیدو دی خو بیا هم د ایران په هکله په ذهني وسواس اخته شوي یئ.

د ویلو ده چې د امریکې خارجه وزیر چې خپله ده او د امریکې نورو چارواکو په ځیونو د ایراني ولس خلاف د زیات نه زیات دباؤ په سیاست اعتراف کړی دی، پرون په یو ټویټ کښې مدعي شو چې امریکا تل د ایران له خلکو سره د صلحې په لټه کښې پاتې شوې ده.

مایک پمپئو له دې مخکښې هم ویلي وو چې کله د سي، آيي، ای مشر و نو دروغ به یې ویل، درغلي او غلا او داسې نور خلاف کارونه به یې کول.

 

ټیګونه