د څلور جمع يو وزيرانو غونډه، په برجام کښې د دوه اړخيزه تفاهم او تعامل ته ستنېدو لپاره فرصت
(last modified Mon, 21 Dec 2020 10:21:19 GMT )
Dec 21, 2020 14:51 Asia/Kabul
  • د څلور جمع يو وزيرانو غونډه، په برجام کښې د دوه اړخيزه تفاهم او تعامل ته ستنېدو لپاره فرصت

د برجام ايټمي موافقې د غړيو هېوادونو خارجه وزيران نن يوه غېر رسمي غونډه په آنلائن توګه کوي.

د ګډې غونډې جوړېدل هغه فېصله وه چې د دسمبر په شپاړسمه د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن په اولسمه غونډه کښې اوشوه. خو اوس دا چې ايران د څلور جمع يو ډلې په وړاندې څه غوښتنې لري؟

اوس د ټرمپ دوره ختمېدونکې ده او د امريکې منتخت ولسمشر جوبائيډن د برجام په اړه خبرې کوي. په نويو حالاتو کښې څلور جمع يو ډله له يو نوي فرصت سره مخامخ ده.

په تېرو دريو کلونو کښې د امريکې يو اړخيزو بنديزونو د برجام په چوکاټ کښې د ايران قانوني ګټو ته زيان رسولے دے. د امريکې د بنديزونو او د اروپا د وعدو نه پوره کېدو له امله د ايران تجارت د پېسو او بېنکي خنډونو سره مخامخ شوے دے. له ايران سره پانګونه او راکړه ورکړه هم له شک او کارړنګونې  سره مخامخ شوې ده.

امريکې له زيات نه زيات بنديزونه حتی له کورونا سره د مبارزې په سخت دوران کښې  درملو او وېکسينو ته له لاس رسائۍ څخه د بيمارانو بې برخې کولو ډګر ته هم سرايت وکړ چې دا اقدامات په ټولنه کښې د خلقو د سلامتيا او اقتصادي امنيت په خلاف دے.

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي د برجام د ګډ کمېشن د تېرې هفتې په غونډه کښې هغو ځينو رسانه اي نظر څرګندونو ته په اشارې سره چې په دې وروستيو ورځو کښې د اروپا لخوا غوږو ته رسيږي تاکيد وکړ: د قاعدې مطابق درې اروپائي حکومتونه چې ځانونه په ډېموکرېسۍ او د هغې په قواعدو پابند بولي پکار نه دي د ايران له حکومته طمه ولري چې د ډېموکرېسۍ اصولو ته بې پامي وکړي او د اسلامي شورا د جرګې تصويب شوے قانون اجرا نه کړي. د ايران اسلامي جمهوريت  حکومت له قانوني مراحلو نه پس د اسلامي شروا د جرګې د مصوبو په اجرا کولو ژمن او موظف  دے.

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال د دريو اروپائي حکومتونو په وروستيو دريځونو باندې په اعتراض سره وويل، د ايران د نامتو ايټمي سائنسدان د وحشيانه قتل د غندلو په ځاے درې اروپائي حکومتونو د يو مجرم کس قانوني سزا کول وغندل.

عراقچي تاکيد وکړ، اروپائي لوري تل يوازې له ايرانه غواړي چې د ټولو غېر قانوني او غليمانه چلندونو په وړاندې که هغه د امريکې بنديزونه وي او که په نطنز کښې ورانکاري او د خپلو ايټمي سائنسدانانو وژله وي له زغمه کار واخلي.

د برجام د خلاف ورزۍ نتائجو ته په پام سره داسې ښکاري چې له بندونه د وتلو لپاره دوه لارې شته:

وړومبۍ لار برجام ته د ټولو لورو ستنېدل او  څو اړخيزې موافقې او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک د اجرا په چوکاټ کښې د ژمنو په وړاندې عمل کول دي. په دې زمينه کښې وړومبنے ګام د امنيت د شورا په پرېکړليک عمل دے.

خو دويمه لار د تېروتنې په اوسني حالت کښې پاتې کېدل او د بيا خبرو اترو او د نوې موافقې حاصلولو په شان غېر منطقي آپشنونو ته مخه کول دي چې په داسې صورت کښې به له برجامه څه شے پاتې نه شي. ايران د برجام په باره کښې د بيا خبرو اترو په ردولو کښې خپل دريځونه په شفافه توګه اعلان کړي دي خو تاکيد يې کړے دے چې د خپلو ژمنو ترسره کولو او د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ حالاتو ته د برجام لورو د ستنېدو په صورت کښې به خپلې هغه برجامي ژمنې چې د برجام د ۲۶ او ۳۶ بندونو مطابق يې اودرولې دي بيا شروع کړي.

-------

 

ټیګونه