د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو ادعا ته د ایران ځواب:-
په تیرې یکشنبې شپې د عراق د بغداد په شنې سیمې باندې چې هلته د امریکا د سفارت په شمول د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او حکومتي ادارې شته د څو کاتیوشا راکټونو بریدونه وشول چې له کبله یې څو ودانیو او ګاډو ته تاوانونه رسیدلي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولي .
له دغه مشکوکې حملې وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو په تیرې دوشنبې ورځ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشا ډلو یوځل بیا په بغداد برید کړی او د عراق ملکي وګړي یې ژوبل کړي .
هغه وویل د عراق خلک دغه حق لري چې دغه حمله کونکي محاکمه کړي . دغه مجرمان باید د بې ثباتۍ رامینځته کونکي اقدامات پاې ته ورسوي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو دغه ادعا ته په ځواب کښې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل مونږ د مایک پمپئو د ایران ضد تورونه چې په ښکاره د تاوتریخوالي د رامینځته کولو په هدف سره مطرح شوي دي په قوي ډول ردوو.
خطیب زاده ایران په ډیپلوماټیکو ځایونو باندې هر ډول حمله مردوده ګڼي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند خطیب زاده وویل د امریکا پوځي شتون زمونږ په سیمه کښې د بې ثباتۍ سرچینه دی .
هغه زیاته کړه د حقیقتو تحریفول نشي کولای امریکا له خپلو شرارتونو څخه پاکه کړي .
په دغه خبرې کښې شک نشته چې امریکا هغو درنو سیاسي ماتیو ته په پام سره چې په سیمه کښې یې زغملي دي د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له تاوتریخوالو په ډکو پاتې ورځو کښې په زیات ډول د پلمو د لټولو او د حقیقتونو د تحریفولو لپاره د ماجرا غوښتنې هڅه کوي .
ایران ، عراق ، افغانستان ، یمن او لبنان په هغو هیوادونو کښې شامل دي چې امریکا هلته د خپلو سیاستونو ماتي تجربه کړي ده .
د امریکا اوسنی رژیم هم د خپلو ماتي خوړلیو سیاستونو پایلې له نورو څخه په ښه ډول پیژندي خو دا په دې معنا نه ده چې ایران د عراق او د سیمې په ناامنه کولو سره وغواړي امریکا ته ځواب ورکړي بلکې اپوټه دا ډول حرکت د امریکا د سټراټيژیو او د دغه هیواد د معمول د رودو په چوکاټ کښې د بحث او د جاجونې وړ دی .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په داسې حال کښې د ایران پرضد دغه چټي ادعا کړي ده چې د عراق د الحشد الشبعي ځواکونو قومندانانو او مسولانو د بغداد په شنبې سیمې دغه راکټي حملې مشکوکې بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې دغه حملې د امریکا لخوا پلانیږي چې یو(۱) ډول په عراق کښې د واشنګټن د عسکرو پاتي کیدل توجیه کړي .
د عراق په پارلمان کښې د الصادقون فراکسیون مشر او د عصائب اهل الحق مقاومت ډلې مشر« قیس الخزعلي »هم ویلي دي په بغداد کښې د امریکا اوسنی سفارت زمونږ د دوست هیواد سفارت نه ګڼل کیږي بلکې د عراق له خاورې د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره د عراق د پارلمان له قانون سره د واشنګټن له مخالفت وروسته د امریکا سفارت د یوه(۱) نیواکګر هیواد په سفارت بدل شوی دی .
قیس الخز علي ډاګینه کړه د امریکا ګڼ شمیر عسکرو او هغو درنو او سپکو وسلو چې په دغه سفارت کښې شته دغه سفارت په یوې(۱) پوځي اډې بدل کړی دی چې ممکنه ده د عراق په سیاسي ګوندونو باندې د بریدونو لپاره وکارول شي او د پلازمینې بغداد امنیت په خطر کښې واچوي .
په حقیقت کښې دا امریکا ده چې د ناامنۍ په رامینځته کولو او په بغداد کښې په ډيپلوماټیکو مرکزونو باندې د راکټونو او د هوانونو په بریدونو سره هڅه کوي چې له یوې خوا په عراق کښې د خپل پوځي شتون د بقا د دوام ضرورت توجیه کړي او له بلې خوا د الحشد الشعبي ځواک تر ټولګې لاندې د ډلو په تورنولو سره د دغه ولسي غورځنګ د کمزوري کولو او د هغه پرضد د عمومي افکارو د لمسولو کوشش کوي .
د امریکا لخوا د سیمې بې ثباته کول دغه ګمان پیاوړی کوي چې د امریکا جنګ سالار تیم چې همدا اوس خارجه وزیر مایک پمپئو د هغه استازي توب کوي هماغه راز په هغو هیوادونو کښې چې د مقاومت چورلیز ګڼل کیږي د اختلاف د اچولو ، د تاوتریخوالي او د بلوا د رامینځته کولو کوشش کوي.
هماغه ډول چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ډاګینه کړه په ډيپلوماټیکو ځایونو او هستوګنه سیمو باندې حمله د منلو وړ چاره نه ده خو د بغداد په شنې سیمې د راکټي حملې ډول ډول والی ، د هغې وخت او هغه بیانیه چې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو خپره کړي ده د دې ښودنه کوي چې د دغه راکټي برید وخت ډیر مشکوک دی او داسې ښکاري چې د امریکا خارجه وزیر خپله بیانیې له دغه راکټي برید څخه مخکې چمتو کړي وي چې خپره یې کړي .
خطیب زاده ټینګار وکړ ایران د امریکا د ټرمپ رژیم ته خبرداری ورکوي چې په دغو ورځو کښې د ناکرارۍ د رامینځته کولو هڅه مه کوي .