د امريکې د هر ډول فوځي ماجرا لټونې په اړه د ايران سخت خبردارے
(last modified Fri, 25 Dec 2020 09:21:16 GMT )
Dec 25, 2020 13:51 Asia/Kabul
  • د امريکې د هر ډول فوځي ماجرا لټونې په اړه د ايران سخت خبردارے

په بغداد کښې د امريکې په سفارت په وروستۍ راکټي حمله کښې د تهران د رول لرلو په بهانهد امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو ګواښونکو څرګندونود ايران سخت ردعمل رابرسېره کړ.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د ټرمپ د ټوئيټونو او په عراق کښې د امريکې په سفارت په راکټي حکمله کښې په لاس لرلو د ايران د تورنولو په ځواب کښې په يو ټوئيټ کښې وليکل: «ټرمپه! په خپله ژبه دې په بهرکښې په خطرناک موقعيت کښې د خپلو ښاريزو ګرځول به په داخل کښې له غميزناکو ماتو څخه توجه ګانې نه شي وانړوي.»

د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده هم د ټرمپ د بکواساتو په ردعمل کښې وويل،د سپينې ماڼۍ د دود شويو پروپېګنډو په قالب کښې  دغه ډول تکراري، بې بنياده او د دروغو څرګندونې او تور لګونې د جاجونې وړ او د هغو سختو حالاتو تر تاثير لاندې راوستلو په هدف سره چې ټرمپ پکښې شتون لري.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زيارت په شپه په خپل يو ټوئيټ کښې بې د څه ثبوت وړاندې کولو او يوازې د څو نامشخصو هاواني ګولو د تصوير په ورکولو سره په بغداد کښې د امريکې په سفارت  د ايتوار د ورځې په حمله کښې په لاس لرلو ايران تورن کړ. ټرمپ په ټوئيټ کښې وليکل، «په بغداد کښې زمونږ په سفارت د څو راکټونو حمله اوشوه. درې راکټونو عمل ونه کړ، ګمان کوئ چې له کومه ځايه راغلي وو، له ايرانه» د امريکې ولسمشر بيا ګواښ وکړ: اوس په عراق کښې په امريکنيانو د نورو حملو ګنګوسۍ اوروو. که يو امريکائي ووژل شي نو زۀ يې ايران ذمه وار بولم.» د ايران په خلاف د ټرمپ بکواس او ګواښ په داسې حال کښې دي چې د اېشيا په لويديځه کښې د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو قوماندان جنرل کنت مېک کېنزي ادعا وکړه چې واشنګټن له ايران سره تاوتريخوالواو نښتو ته لمن وهل نه غواړي.

ټرمپ چې اوس په داخل کښې له سترو ناکاميو او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له څرګندې ماتې سره مخامخ شوے دے او هره ورځ له تېرې ورځې نه زيات حتی د هغه خپل پلويان ترې بيليږي او په بهر کښې هم د زياترو هېوادونود مشرانو په خاصه توګه د اروپائي مشرانو له بې پروائۍ سره مخامخ شوے دے د عامه افکارو او پام جلبولو لپاره د ايران د فوځي ګواښ نغارې وهي. په حقيقت کښې  هغه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ماتې د تلافي کولو د خپل حکومت په وروستيو ورځو کښې د ځان مقتدر ښودلو لپاره د يوې لارې موندلو په چکر کښې دے او دا خيال کوي چې د ايران په ګواښلو سره خپل چټي مقصد حاصلولې شي.

ټرمپ اود هغه د حکومت چارواکي دا ګمان کوي چې د ايران د تورنولو د پروژې په شروع کولو سره په خپل اند نه يوازې په عراق کښې په امريکائي تاسيساتو باندې د حملو د دوام مخه نيوې شي بلکه  په دا ډول د ايران نېغ په نېغه ګواښلو سره د واشنګټن سيمه ايزو انډيولانو ته خپل اقتدار ښودلې شي. په داسې حال کښې چې حقيقت دا دے چې عراقي جهادي ډلې د روان ميلادي کال په جنورۍ کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان شهيد جنرل سلېماني او د عراق د الحشد الشعبي د مرستيال مشر ابومهدي المهندس او ورسره د نورو کسانو له ناځوانمردانه وژلې وروسته دعراق د پارلېمان مصوبې ته په پام سره له عراقه د امريکائي ځواکونو د زر ترزره وتلو غوښتونکې دي. د هغوي دغه غوښتنه او هغه اقدامات چې په دې لړ کښې ترسره کوي له ايران سره څه تعلق نه لري. په عين حال کښې ټرمپ که په خپله ادعا کښې رښتينے وي نو پکار دے په بغداد کښې د امريکې په سفارت په حملو کښې د ايران د رول په باره کښې مستدلل شواهد وړاندې کړي، په داسې حال کښې چې نه هغه او نه د امريکې نورو فوځي چارواکو په دې اړه هيڅه سند او ثبوت نه دے وړاندې کړے. دا چاره ښودنه کوي چې د ټرمپ مقصد يوازې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې جنجال جوړونه او له ايرانه د ويرولو زياتول دي. تهران به واشنګټن لخوا د هر ډول بې وقوفانه فوځي اقدام ته او هغه هم د ترمپ د اقتدار د  دورې په وروستيو وختونو کښې په ډېر سخت شکل کښې ځواب ورکړي. بله دا چې د ايران په وړاندې د ترمپ د حکومت جنګ غوښتونکې پاليسي د امريکې په دننه کښې هم له زياتو نيوکو سره مخامخ شوې ده.

------

 

ټیګونه