له کرونا سره د مقابلې د عملي کمیټۍ مشر: اووه ایراني شرکتونه چې د کورونا واکسین تولیدوي انساني مرحلې ته داخلیږي
Dec 28, 2020 13:58 Asia/Kabul
د ایران له کرونا سره د مقابلې د علمي کمیټۍ مشر وویل: اووه ایراني شرکتونه چې د کورونا واکسین تولیدوي د ۲۰۲۱ فروري میاشتې تر پای انساني مرحلې ته داخلیږي.
د ایران له کرونا سره د مقابلې د علمي کمیټۍ مشر مصطفی قانعي نن له مهر خبري آژانس سره په خبرو کې د اووه کرونایي وکسینو په اړه چې د بایو ټیکنالوژۍ مرکزي دفتر د څارنې لاندې او په ملاتړ سره پرمختیا کوي، وویل: درې شرکتونه به د جنوري تر پایې حیواني مرحله پای ته ورسوي او د انساني مرحلې مجوز به ترلاسه کړي.
له دریو شرکتونو څخه چې کلینیکي مرحلې ته داخلیږي ، یوه شرکت د پام وړ پرمختګ کړی او د نورو په پرتله ژر انساني مرحلې ته ننوځي.