نړۍ نوره ستاسو بدماشي نه مني
(last modified Wed, 30 Dec 2020 23:53:15 GMT )
Dec 31, 2020 04:23 Asia/Kabul
  •  نړۍ نوره ستاسو بدماشي نه مني

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا د ايران په خلاف د امريکې له زيات نه زيات دباو د جنګ ماتې ته په اشارې سره د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو ته په خطاب سره وويل: نړۍ نوره ستاسو د بدماشۍ له يرغمالتوبه انکار کړے دے.

د اېرنا د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده د پومپئو د وروستي ټوئيټ په ځواب کښې چې پکښې يې ايران د امريکې او د هغې د انډيوالانو د بې ثباتۍ او ګواښ سبب بللے دے او د ايران د ملت په خلاف يې له زيات نه زيات دباو موضوع بيان کړې وه وليکل: له زيات نه زياتې ماتې له څلورو کلونو وروسته پومپئو په بې وسۍ سره بې مقصده پروپېګنډه شروع کړې ده چې کومه غميزه يې رامنځته کړې او ورته يې لمن وهلې ده يوه کاميابي اوښئي.

هغه زياته کړه، «مهمه خبره دا ده چې خلق بې وقوفان نه دي او نړۍ اوس نوره ستاسو د بدماشۍ يرغمال اوسېدو نه انکار کړے دے، ډېر زر به سلامتيا».

 

ټیګونه